لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سوات کې دپوځي چاوڼۍ جوړولو اعلان


 دخيبرپښتونخوا دسيلگرۍ سيمه سوات کې کال ٢٠٠٧م کې دمولانا فضل الله په مشرۍ دطالبانو هلې ځلې عروج ته رسيدلې وې
دخيبرپښتونخوا دسيلگرۍ سيمه سوات کې کال ٢٠٠٧م کې دمولانا فضل الله په مشرۍ دطالبانو هلې ځلې عروج ته رسيدلې وې
دپاکستان حکومت دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې ديوې پوځي چاوڼۍ جوړولو اعلان کړى دى.
دوزيراعظم هاؤس څخه دجاري شوي بيان ترمخه نواز شريف سوات اؤ ملاکنډ سيمه کې دبريگيډ دکچې دچاوڼۍ دجوړولو دمنظورۍ اعلان کړى دى.
راپورونه وائي دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف په سوات کې دبريگيډ دکچې دچاوڼۍ دجوړولو دغه اعلان دسوات ددورې په مهال يوه غونډه کې کړى چې پکې دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف هم موجود ؤ.
دخيبرپښتونخوا دسيلگرۍ سيمه سوات کې کال ٢٠٠٧م کې دمولانا فضل الله په مشرۍ دطالبانو هلې ځلې عروج ته رسيدلې وې، طالبانو سيمه کې دجينکو په تعليم بنديز لگولى ؤ، په امنيتي ځواکونو يې بريدونه کول، دخپلې خوښې داسلام دتشريحۍ مطابق يې په ټول ملاکنډ کې دشريعت غوښتنه کوله ، دخپلو نظرياتي مخالفينو څخه به يې سرونه قلم کول.
سيمه کې دحکومتي عملدارۍ په مکمل ډول دختميدو وروستو دکال ٢٠٠٩م دجون په مياشت کې دپاکستان پوځ دمولانا فضل الله په مشرۍ دسوات دطالبانو په ضد په لويه پيمانه عمليات پيل کړل چې پکې دسلگونو جنگيالو دوژنې ادعاوې شوې وې، په دغو عملياتو کې گڼ شمير پوځيان هم وژل شوي وؤ اؤ وروستو پاکستاني چارواکو دعوه وکړه چې مولانا فضل الله دافغانستان کونړ يا نورستان ولايت ته تښتيدلى.
خو دپوځي عملياتو څخه راپديخوا سوات اؤ ورسره پيوست سيمو کې د٢٠ؤ زرو څخه زيات پاکستاني پوځيان اوس هم موجود دي.
دوزيراعظم هاؤس څخه دجاري شوي بيان ترمخه وزيراعظم سيمه کې دامن وامان په اړه دپوځ دکردار ستائينه کړې ده.
تير کال دنومبر په لمړۍ نيټه شمالي وزيرستان کې دډرون يو بريد کې دپاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله محسود دوژل کيدو وروستو دسوات دطالبانو پخوانى سخت دريځى مشرمولانا فضل الله دپاکستاني طالبانو دتحريک نوى مشر وټاکل شو.
پاکستاني ميډيا پخپلو راپورونو کې دعوه کړې وه چې مولانا فضل الله دافغانستان څخه بيرته دپاکستان شمالي وزيرستان سيمې ته رسيدلى ؤ، خو طالبانو وروستو په ډاگه کړه چې فضل الله وزيرستان ته نۀ بلکې هغه دپاکستان قبائيلي سيمو کې کوم نامعلوم مقام ته منتقل شوى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG