لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چوهدري نثار : حکومت طالبانو سره بيا مذاکرات شروع کړي


 حکومت يوځل بيا طالبانو سره دامن مذاکراتو عمل پيل کړى
حکومت يوځل بيا طالبانو سره دامن مذاکراتو عمل پيل کړى
دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان دعوه کړې چې حکومت طالبانو سره دامن مذاکراتو عمل يو ځل بيا پيل کړى دى.
نيشنل ډيفنس پوهنتون اسلام اباد کې دملي سلامتۍ اؤ جگړې دکورس برخه والو ته پخپله وينا کې چوهدري نثار علي خان وويل دقومي سلامتۍ تگلاره په وروستي پړاؤ کې دى اؤ ورسره به حکومت ته هيواد څخه دترهه گرۍ اؤ تندلاريتوب په مخنيوي کې مرسته ترلاسه شي.
داخله وزير وويل دټول گونديز کانفرنس دپريکړو په رڼا کې حکومت پاکستاني طالبانو سره دامن عمل شروع کړى ؤ ، خو له بدغه مرغه دغه عمل يو امريکائي ډرون حملې له امله گډوډ شو.
هغه وويل حکومت يوځل بيا طالبانو سره دامن مذاکراتو عمل پيل کړى اؤ زياته يې کړه چې حکومت هيواد څخه دتندلاريتوب اوږدمهاله خاتمه غواړي.
چوهدري نثار وويل دطاقت استعمال به دوروستي گام په توگه کولى شي.
تيرکال دستمبر په مياشت کې اسلام اباد کې دټولو گوندونو د گډ کانفرنس په مهال دپاکستان حکومت ته طالبانو سره دمذاکراتو پيل کولو اختيار ورکړل شوى ؤ، خو دطالبانو لخوا بره دير کې په امنيتي ځواکونو دبريد دذمه وارۍ قبلولو اؤ وروستو دنومبر په لمړۍ نيټه شمالي وزيرستان کې دډرون ديو بريد په مهال دټي ټي پي دمشرحکيم الله محسود دوژل کيدو له امله دمذاکراتو دغه عمل پځايې ولاړ دى.
که هر څو کۀ پاکستاني چارواکي وخت په وخت دطالبانو بيلا بيلو ډلو سره دمذاکراتو دپيل کولو دعوې کوي ، خو طالبان وائي قبائيلي سيمو څخه دپوځ ويستو، د ډرون حملو داودريدو اؤ دهغوي ملگرو ته دحکومت لخوا دعامې بخښنې پورې به هيڅ رقم خبرو کې برخه نۀ اخلي.
داخله وزير وويل امريکا ته په واضحه ډول وئيل شوي چې ډرون حملې دگټې پځايې زيان راولاړوي اؤ بايد په سمدستي توگه اودرول شي.
ډرون حملو ته په اشارې کولو سره چوهدري نثار وويل دا به دپاکستان او امريکا اړيکو کې دتاؤريخوالى يو مسلسل علت دى.
داخله وزير وويل دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره به نيشنل کاؤنټر ټيررزم اتهارټي( اين اى سي ټي اى) دحکومت مرکزي نکته وي اؤ ددغه ايجنسۍ لاندې به داستخباراتي ايجنسو ترمينځ دمرستې په غرض شريک انټلي جنس ډائريکټوريټ جوړولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG