لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مستونگ : نښته کې ٧ عسکر وژل شوي، دسپين سيلگرى ژوبل


 دبلوچستان داخله سيکرټري اسدالرحمان گيلاني وئيلي دي چې وسله والو غوښتل دسپين دغه سيلگرى وتښتوي
دبلوچستان داخله سيکرټري اسدالرحمان گيلاني وئيلي دي چې وسله والو غوښتل دسپين دغه سيلگرى وتښتوي
دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان دمستونگې ضلعې په کوشک سيمه کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ يوه نښته کې ٧ عسکر وژل شوي اؤ د سپين ديو سيلگري پشمول ١٠ کسان ژوبل شوي دي.
هم دمستونگ ضلعې په حدودو کې دنهې په شپه دشيعه زائرينو په يو بس ځانمرگي موټري بم چاؤدنه کې د١٠ؤ ښځو پشمول ٢٨ کسان وژل شوي وؤ.
دشورو په سحر درامينځته شوې پيښې په اړه مستونگ کې امنيتي چارواکو وائس اف امريکا ته وئيلي دي دسپين يو سيلگرى جى ويئر په سائيکل ددنيا دچکر لگولو لپاره دايران څخه پاکستان ته داخل شوى ؤ اؤ هغه کوئټې ته روان ؤ چې تندلارو پرې حمله وکړه.
دبلوچستان داخله سيکرټري اسدالرحمان گيلاني وئيلي دي چې وسله والو غوښتل دسپين دغه سيلگرى وتښتوي
سرچينې وائي بريد کې دژوبل شوي دغه سيلگري حالت سخت دى.
دچارواکو ترمخه مستونگ کې دشيعه زائرينو په بس دځانمرگي حملې وروستو ضلعي انتظاميې دسپين سائيکلسټ دنهې په شپه دسفر کولو څخه منعې کړى ؤ اؤ دشورو په سحر دغه سائيکلسټ دليويز عسکرو په حفاظت کې خپل سفر بيا شروع کړى ؤ.
سرچينې وائي جى وئير چې کله کوشک سيمې ته ورسيدو نو په نزدې غرونو دوړاندې څخه مورچه شوؤ وسله والو جنگيالو دليويز په گاډو په عصري اؤ خودکاره وسلو سره ډزې پيل کړې چې له امله يې ٧ عسکر ووژل شول اؤ دسپين دسائيکلسټ جى وئير پشمول ١٠ دليويز عسکر ژوبل هم شول.
دچارواکو وينا ده په ځوابي کارروايۍ کې هم يو بريدکوونکى وژل شوى دى.
دضلعې انتظاميې ترمخه دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې دپوليسو اؤ ايف سي عسکر رسيدلي اؤ دکوشک په غرييزه سيمه کې يې دلټونې عمليات پيل کړي دي.
بل لوري ته مستونگ کې دنهې په شپه خونړۍ حمله کې دوژل شوؤ کسانو دکورنو غړو دشورو په سحر دمړو سره دکوئټې په علمدار سړک احتجاج کوي اؤ دحکومت څخه غوښتنه کوي چې دبريدکوونکو اؤ دهغوي دملگرو په ضد دې هدفي کارروائي وکړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG