لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حامد کرزى وائي دامن عمل پيل کولو پرته به په امنيتي تړون لاسليک نۀ کوي


امريکا غواړي کرزى په دغه تړون زر تر زره لاسليک وکړي خو صدر حامد کرزى وائي ددغه تړون دشرطونو منلو څخه دمخه هغه غواړي واشنگټن طالب جنگيالو سره په مذاکراتو شروع کولو کې مرسته وکړي.
امريکا غواړي کرزى په دغه تړون زر تر زره لاسليک وکړي خو صدر حامد کرزى وائي ددغه تړون دشرطونو منلو څخه دمخه هغه غواړي واشنگټن طالب جنگيالو سره په مذاکراتو شروع کولو کې مرسته وکړي.
پيښور- افغان صدر حامد کرزي وئيلي دي امريکا سره به تر هغې په دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک نۀ کوي ، ترڅو چې واشنگټن اؤ پاکستان طالب جنگيالو سره دامن عمل شروع نۀ کړي.
حامد کرزي له دې وړاندې هم واشنگټن سره په هاغه دوه اړخيزه امنيتي تړون دلاسليک کولو څخه انکار کړى چې ترمخه به يې دسږکال په اخره کې افغانستان څخه دبهرنو ځواکونو دوتلو وروستو هم افغان پوځ ته دتربيت ورکولو اؤ دالقاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد عملياتو کې دمرستې لپاره ځينو امريکائي پوځيانو ته په دغه هيواد کې دپاتې کيدو اجازه ترلاسه وي.
امريکا غواړي کرزى په دغه تړون زر تر زره لاسليک وکړي خو صدر حامد کرزى وائي ددغه تړون دشرطونو منلو څخه دمخه هغه غواړي واشنگټن طالب جنگيالو سره په مذاکراتو شروع کولو کې مرسته وکړي.
له دې وړاندې صدر حامد کرزى دريځ لرلو چې په بي ايس اى دلاسليک کولو يا نۀ کولو پريکړه به سږکال کې افغانستان کې دکيدونکو ټاکنو په نتيجه کې جوړيدونکي حکومت ته کول وي.
لويديز چارواکي افغان طالبانو افغان حکومت سره دمذاکراتو ميز ته په راوستو کې دپاکستان کردار ته په مهم نظر گوري اؤ پاکستان په بيلا بيلو موقعو په ډاگه کړې ده چې هغوي دافغانانو په مشرۍ دامن دعمل ملاتړ کوي.
دخالي په ورځ صدر حامد کرزي خبريالانو ته وئيلي دي که چرې دبى ايس اى په اړه امريکا زمونږ دشرطونو منلو مرضي نۀ لري ، نو هغوي څه وخت هم رخصتيدى شي اؤ افغانان به پرته له بهرنيانو مخ په وړاندې ځي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG