لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرتاج عزيز وائي طالبان افغانستان کې راتلونکي حکومت سره خبرو ته راضي کيدى شي


هيله کيدى شي چې د٢٠١٤م دختميدو څخه دمخه به يو رقم مذاکرات روان وي
هيله کيدى شي چې د٢٠١٤م دختميدو څخه دمخه به يو رقم مذاکرات روان وي
دخارجه چارو اؤ قومي سلامتۍ په اړه دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز هيله څرگنده کړې چې دافغان شخړې دهواري لپاره دصدر حامد کرزي دحکومت دمودې دختميدو وروستو په ممکنه توگه افغان طالبان افغانستان کې دکيدونکو انتخاباتو په نتيجه کې دجوړيدونکي نوي حکومت سره خبرو ته راضي کيدى شي.
دنهې په غرمه واشنگټن کې دجان هوپکنز پوهنتون د دايډوانسډ انټرنيشنل سټډيز سکول کې ديوې غونډې برخه والو ته پخپله وينا کې دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ داودريدلو خبرو اترو په اړه سرتاج عزيز وويل زما شخصي احساس دا دى چې په ممکنه توگه به طالبان ( افغانستان کې ) دموجوده حکومت په پرتله دنوي حکومت سره زياتې خبرې کوي
نو هيله کيدى شي چې د٢٠١٤م دختميدو څخه دمخه به يو رقم مذاکرات روان وي
تيره اوونۍ افغان صدر حامد کرزي په ډاگه کړې وه چې هغه به دکابل اؤ واشنگټن ترمينځ په دوه اړخيزه امنيتي تړون تر هاغه وخته لاسليک نۀ کوي، ترڅو چې امريکا طالبانو سره دخبرو اترو په پيل کولو کې مرسته ونۀ کړي اؤ په هيواد کې يې امنيت باوري نۀ شي.
ددغه امنيتي تړون لاندي به دسږکال تر اخره افغانستان څخه دبهرنو ځواکونو دوتلو وروستو هم افغان پوځ ته دتربيت ورکولو اؤ دالقاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد کارروائيو کې دمرستې په غرض ځينې امريکائي عسکر افغانستان کې پاتې کيږي.
سرتاج عزيز وويل دهغه حکومت به په پاکستان کې دموجود طالبانو دپخواني يو سينئر مشر دجوړجاړي په خبرو شروع کولو کومې نيوکې نۀ لري.
پاکستان تيرکال دستمبر په مياشت کې اعلان کړى ؤ چې افغانستان کې دجوړجاړي په عمل کې دمرستې په غرض يې دطالبانو پخوانى دوهم مشر ملا عبدالغني برادر خوشې کړى، خو دهغه دازادۍ حد تر دې مهاله نۀ دى په ډاگه اؤ په هاغه وخت کې دطالبانو ځينو سرچينو دعوه کړې وه چې پاکستان ملا برادر خوشې کړى نۀ دى بلکې هغه اوس هم دپاکستاني پوځ په بند کې دى.
سرتاج عزيز افغانستان څخه دبهرنو ځواکونو دوتلو وروستو دافغانستان دمستقبل په بې ثباتۍ انديښنه څرگنده کړه اؤ وې وئيل هغه د١٩٩٠ء دلسيزې پشان دغلته ديوې لويې خانه جنگۍ توقعو نۀ کوي، په دغه مهال افغان طالبانو دافغانستان پلازمينه قبضه کړې وه اؤ په افغانستان کې يې سخته قدامت پسنده واکمني پځايې کړې وه.
دخارجه چارو صلاح کار وويل که ټاکل شوي انتخابات ترسره شي اؤ نوى حکومت امنيتي خطره سمبال کړي ، نو دطالبانو دقبضې زيات امکان نشته.
سرتاج عزيز وويل دطالبانو په ضد به اوس دطاقت په استعمال سخت غور کيږي.
پاکستاني طالبانو سره دمذاکراتو په حواله دسرتاج عزيز وينا وه حکومت لمړى دټولو سياسي گوندونو په صلاح مشورې سره طالبانو سره دمذاکراتو فيصله کړې وه
عزيز وويل خو دا زيات گران ثابتيږي ، نو بله لاره دطاقت استعمال دى اؤ په ممکنه توگه به پرې اوس سخت غور کولى شي
وزيراعظم نواز شريف تيرکال طالبانو سره دمذاکراتو په غږ اقتدار ته رسيدلى ؤ، خو دسږکال په شروع کې په پوځ، پوليسو، عبادت خانو، سياست دانانو اؤ مذهبي اقليتونو خونړو حملو کې دخواؤشا ١١٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو په کورني ډول دتندلارو په ضد دسختوگامونو اخستو لپاره تر فشار لاندې راغلى دى.
امريکا پاکستان څخه بيا بيا دتندلارو دخوندي ځالو دله مينځه وړلو لپاره دنورو گامونو اخستو غوښتنه کړې اؤ وائي ترهه گرو په شمالي وزيرستان کې خوندي ځالې جوړي کړي اؤ ددغه ځايې څخه دپولې پورې غاړې افغانستان کې په امريکائي پوځيانو حملې کوي.
امريکا دخپله سره دپاکستان په قبائيلي سيمه کې دپټو ترهه گرو په ضد ډرون حملې ترسره کوي چې پکې دپاکستاني طالبانو دمشرانو حکيم الله محسود، بيت الله محسود، ولي الرحمان اؤ نورو خطرناکو تندلارو په گډون په سلگونو کسان وژل شوي دي.
خو پاکستان وائي دغه حملې يې دخپلواکۍ اؤ نړيوالو قوانينو خلاف ورزي ده.
امريکائي چارواکي دريځ لري ډرون حملې دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې يوه موثره وسله ثابتيږي.
دوزيراعظم صلاح کار دپاکستان قبائيلي سيمو کې دشکمنو جنگيالو په ضد دترسره کيدونکو ډرون حملو دمعاملې دهواري په ضرورت زور راوړى اؤ وې وئيل دغه حملې دگټې پځايې تاوان راولاړوي.
دهغه وينا وه دډرون حملو له امله مونږ ته ستونزې پيښې دي ، ځکه چې مونږ فکر کوؤ دا دگټې پځايې زيان ورکوونکې جوړې شوي، له امله يې حادثاتي ځاني اؤ مالي تاوانونه اوړي اؤ نورې ستونزې جوړوي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG