لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمذاکراتي کميټۍ غړي څه وائي ؟


 عرفان صديقي يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل وزيراعظم نواز شريف دغه کميټي دپرانستي ذهن سره جوړه کړې
عرفان صديقي يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل وزيراعظم نواز شريف دغه کميټي دپرانستي ذهن سره جوړه کړې
دشورو په ورځ دپاکستاني پارليمان ښکتني ايوان يعنې قومي اسمبلۍ ته دوينا په وخت دپاکستان وزيراعظم نواز شريف دپاکستاني طالبانو تحريک سره دخبرو په غرض دڅلور کسيزې کمټې اعلان وکړو.
په دغه کميټۍ کې به رستم شاه مهمند، عرفان صديقي، رحيم الله يوسفزئي اؤ ميجر(ر) عامر شاه شامل وي اؤ ددې ترڅنگ به وفاقي داخله وزير چوهدري نثارعلي خان ددغه کميټۍ مرسته اؤ پخپله به وزيراعظم دمذاکراتو د عمل څارنه کوي.
دوزيراعظم له لوري طالبانو سره دخبرو اترو لپاره دڅلور کسيزې کميټې داعلان وروستو دپاکستاني طالبانو تحريک وئيلي دي شورا به يې په سنجيدگۍ سره دوزيراعظم نواز شريف دخبرو اترو دوړانديز جاج اخلي ، خو پنجابي طالبانو دمذاکراتو دوړانديز هرکلى کړى دى.
طالبانو سره دمذاکراتو لپاره دجوړې کړل شوې څلور کسيزې ډلې يو غړي عرفان صديقي په اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وويل وزيراعظم نواز شريف دغه کميټي دپرانستي ذهن سره جوړه کړې ځکه چې حکومت پرته له کومو شرائطو گټورې اؤ نتيجه ورکوونکي خبرې غواړي.
دقومي چارو په اړه دوزيراعظم ځانگړي مرستيال وويل کومه کميټي چې دپاکستاني طالبانو دتحريک سره خبرو لپاره جوړه کړل شوې ، هغه روايتي نۀ ده ځکه چې درې غړي يې دحکومت سره هيڅ تعلق نۀ لري.
هغه وويل چې دغه کميټي به په ذهن کې پرته له کومې ويرې خپل کار شروع کوي.
دصديقي وينا وه ددې کميټۍ په جوړولو سره حکومت امن ته يوه بله موقع ورکړې ده اؤ زياته يې کړه چې لمړى گام به دخبرو په لاره کې دپرتو خنډانو په لرې کولو سره ټي ټي پي سره رابطې کول وي.
دهغه وينا وه کله چې خبرې شروع شي ، مونږ به دهغوي نقطه نظر اورو اؤ هغوي به زمونږ
عرفان صديقي زياته کړه چې دا داطمينان وړ ځايې دى چې دټولنې ټولو برخو دکميټۍ دجوړولو هرکلى کړى اؤ ددغه کميټۍ دغړو په اړه ديو اړخ څخه هم منفي تبصره نۀ ده شوې.
دمذاکراتي کميټۍ يو بل غړي اؤ سينئر صحافي رحيم الله يوسفزئي وينا ده چې طالبانو سره خبرې به حکومت ته کول وي اؤ هغه يواځې رابطه کولى شي.
يو شخصي تيليويزيون سره خبرو کې رحيم الله يوسفزئي وئيلي دي چې دهغه کار به دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ رابطه جوړول وي اؤ دحکومتي غړو کار به دمذاکراتي عمل دپيل کيدو وروستو سيوا کيږي.
همدغه شان دوزيراعظم لخوا طالبانو سره مذاکراتو لپاره دټاکل شوې څلور کسيزې کميټې يو بل غړي رستم شاه مومند خبردارى ورکړى دى چې دطالبانو ځينې ډلې دخبرو اترو مخالفې دي اؤ دمذاکراتو دغه مخالفې دطالبانو ډلې به دخبرو اترو دسبوتاژ کولو هڅې کوي.
هغه زياته کړې ده چې حکومت ته به دطالب بنديانو دخوشې کولو دقبائيلي سيمو څخه دپوځ دويستو په اړه به تگلاره جوړول وي.
بلخوا دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند شاهدالله شاهد په يو بيان کې وئيلي دي چې دهغوي ډله به دمذاکراتي ډلې داعلان دشورا په ډله کې جاج اخلي اؤ زياته کړې يې ده په دې پروپيگنډه کې هيڅ حقيقت نشته چې گنې دپاکستاني طالبانو دتحريک مشر مولانا فضل الله حکومت سره دمذاکراتو په حق کې نۀ دى.
په ډاگه دې وي چې تيرکال دنومبر په لمړۍ نيټه شمالي وزيرستان کې دډرون په يو بريد کې دپاکستاني طالبانو دتحريک دمشر حکيم الله محسود دوژل کيدو وروستو دطالبانو سخت دريځي مشر مولانا فضل الله حکومت سره دخبرو څخه سکوټ انکار کړى ؤ اؤ دړکه يې کړې وه چې هغه به دحکيم الله دمرگ بدل اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG