لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : چاؤدنو اؤ دډزو پيښو کې ددوؤ ماشومانو په گډون پينځه کسان وژل شوي


 دايجنسۍ پوليټيکل تحصيلدار دفتر خان دزيارت شوې چاؤدنه کې ددوؤ ماشومانو دوژل کيدو پخلى کړى
دايجنسۍ پوليټيکل تحصيلدار دفتر خان دزيارت شوې چاؤدنه کې ددوؤ ماشومانو دوژل کيدو پخلى کړى
چارواکي وائي دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ اؤ ناقراره صوبه بلوچستان کې دزيارت په ورځ ترسره شوؤ بمي چاؤدنو اؤ دوسله والو لخوا ترسره شوؤ دډزو پيښو کې ددوؤ ماشومانو پشمول پينځه کسان وژل شوي اؤ ١٢ نور ژوبل شوي دي.
دپوليټيکل انتظاميې دچارواکو ترمخه دخيبرايجنسۍ دلنډي کوتل تحصيل په ذکه خيل بازار کې ماشومانو دگوډاگي پشان بم موندلى ؤ اؤ کله چې ماشومانو ددغه بم سره لوبې شروع کړې نو چاؤدنه وشوه چې پکې دوه ماشومان ووژل شول.
دايجنسۍ پوليټيکل تحصيلدار دفتر خان دزيارت پۀ ورځ شوې چاؤدنه کې ددوؤ ماشومانو دوژل کيدو پخلى کړى دى.
بلخوا چارواکي وائي دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په سرښار کوئټه کې دوسله والو په ډزو دافغان طالبانو يو خواخوږى ديني عالم مولانا عبدالله وژل شوى دى.
دپوليسو يو سيمه ييز لوړپوړي مشر عبدالرزاق دپيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې په موټرسائيکل سورو دوؤ وسله والو دافغان طالبانو يو خواخوږى بااثره ديني عالم مولانا عبدالله ذاکري هاغه مهال وژلى، کله چې هغه په لاره جومات ته روان ؤ.
هغه زياته کړې چې ذاکري دتيرې اوږدې مودې راهسې په کوئټه کې ميشته ؤ اؤ دچا سره يې څه رقم شخړه نۀ لرله ، خو دکورنۍ غړي يې په وژنه کې افغان استخبارات ککړوي.
همدغه شان دبلوچستان په ناصراباد ضلع کې دبمي چاؤدنې له امله په يو پيټرول پمپ کې ولاړ گاډى تباه شوى اؤ يو تن وژل شوى اؤ ١٢ نور ژوبل شوي دي.
دمقامي پوليسو يو مشر جان محمد دپيښې په اړه وئيلي دي چې يو پک په يو پمپ دپيټرولو اچولو لپاره ولاړ ؤ، چې ناڅاپي پکې بمي چاؤدنه وشوه
هغه وويل پيښه کې يو تن وژل شوى اؤ ١٢ ژوبل شوي چې دهغوي دجملې څخه دشپږو حالت سخت دى.
ددغه پيښې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې.
په عين حال کې نامعلومو وسله والو په قلعه عبدالله ضلع کې په بائي پاس سړک دزيارت په ورځ دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ يو کارکوونکى وژلى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG