لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : دايف سي په گاډي بمي چاؤدنه کې درې عسکر وژل شوي


که هر څو ددغه چاؤدنې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو له دې وړاندې په اواران اؤ نزدې سيمو کې بيلتون خوښې ډلې بلوڅ لبريشن فرنټ( بي ايل ايف) په امنيتي ځواکونو حملې کړي دي.
که هر څو ددغه چاؤدنې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو له دې وړاندې په اواران اؤ نزدې سيمو کې بيلتون خوښې ډلې بلوڅ لبريشن فرنټ( بي ايل ايف) په امنيتي ځواکونو حملې کړي دي.
پيښور- دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په اواران ضلع کې دجمعې په سحر دسړک په غاړه ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې دايف سي دوه عسکر وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.
دايف سي وياند محمد وصى چاؤدنه کې ددريوؤ عسکرو دوژنې پخلى کړى اؤ زياته کړې يې ده چې ددوؤ حالت سخت دى.
ميډيا سره خبرو کې دايف سي وياند وئيلي دي دايف سي يو گاډى داواران څخه لسبيلې ته په لاره روان ؤ چې دتندلارو لخوا دسړک په غاړه دښخ کړل شوي بم سره ټکر شو.
مړۀ اؤ ژوبل عسکر دعلاج لپاره يو نزدې هسپتال ته رسول شوي دي.
که هر څو ددغه چاؤدنې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو له دې وړاندې په اواران اؤ نزدې سيمو کې بيلتون خوښې ډلې بلوڅ لبريشن فرنټ( بي ايل ايف) په امنيتي ځواکونو حملې کړي دي.
دچاؤدنې وروستو دپيښې ځايې ته په گڼ شمير کې عسکر رسيدلي اؤ ټوله سيمه يې پخپله ولقه کې اخستې.
وفاقي داخله وزير چوهدري نثار علي خان اواران کې په امنيتي ځواکونو دشوې دغه چاؤدنې دغندنې کولو په ترڅ کې داغيزمنو کورنو سره دغمرازۍ څرگندونه کړې اؤ دپيښې په اړه يې راپور غوښتى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG