لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالب مشرانو سره ليدنې لپاره پروفيسر ابراهيم اؤ مولانا يوسف وزيرستان کې


پروفيسر ابراهيم اؤ مولانا يوسف ته وزيرستان ته درسيدو لپاره پيښور کې هيلي کاپټر ورکړل شوى
پروفيسر ابراهيم اؤ مولانا يوسف ته وزيرستان ته درسيدو لپاره پيښور کې هيلي کاپټر ورکړل شوى
پيښور- راپورونه وائي دطالبانو لخوا حکومت سره دټاکلې شوې مذاکراتي کميټۍ يو غړى پروفيسر ابراهيم اؤ رابطه کار مولانا يوسف شاه حکومتي کميټۍ سره خبرو کې تر دې مهاله دشوؤ پرمختګونو په اړه دطالب مشرانو خبرولو لپاره دپاکستان قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان ته رسيدلي دي.
سرچينې وائي پروفيسر محمد ابراهيم خان اؤ مولانا يوسف شاه ته وزيرستان ته درسيدو لپاره دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې يو هيلي کاپټر ورکړل شوى اؤ هغوي ددغه هيلي کاپټرو له لارې شمالي وزيرستان ته رسيدلي دي.
دسرچينو وينا ده چې دطالبانو دسياسي شورا سره ليدنې لپاره ديو پوليټيکل ايجنټ ترڅنګ پروفيسر ابراهيم اؤ يوسف شاه کوم نامعلوم مقام ته روان دي اؤ هغوي به طالب مشران دحکومتي مذاکراتي کميټۍ سره دشوؤ خبرو اترو دلمړي پړاؤ په حواله خبروي.
سرچينې زياتوي چې دپاکستاني طالبانو تحريک دخپلې شورا يوه غونډه دشمالي وزيرستان په کوم نامعلوم مقام دطالب کمانډر شيخ خالد حقاني په مشرۍ کوي، چې پکې به دټي ټي ټي دکميټۍ دغه دواړه کسان هم برخه اخلي.
دحکومت اؤ طالبانو لخوا دټاکل شوؤ مذاکراتي کميټو غړو دزيارت په ورځ اسلام اباد کې لمړۍ ليدنه کړې وه، ددغه ليدنې په مهال ددواړو خواؤ له لوري ځينې غوښتنې مخې ته راغلي چې پکې دحکومت لخوا ددغو مذاکراتو دائين په دائر کې دننه ترسره کيدو اؤ دخبرو اترو لمن يواځې تر قبائيلي سيمو پورې دمحدودولو غوښتنې شاملې دي.
خو دټي ټي پي دکميټۍ يو غړي اؤ داسلام اباد دسور جومات مولانا عبدالعزيز دائين په دائره کې دخبرو کولو نه انکار کړى ؤ اؤ وئيلي يې وؤ چې طالبان ائين نۀ مني اؤ بايد ددې پځايې هغوي دقران اؤ سنتو په تعليماتو باور کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG