لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: شمع سينيما کې درې بمي چاودنې ، 11 کسان مړۀ، 19 ژوبل


د هسپتال انتظاميي په لمړي توگه دغه چاودنه کې د لسو کسانو د وژل کيدو اؤ ديرشو نورو د ژوبل کيدو پخلى کړى دى.
د هسپتال انتظاميي په لمړي توگه دغه چاودنه کې د لسو کسانو د وژل کيدو اؤ ديرشو نورو د ژوبل کيدو پخلى کړى دى.
پيښور- د پاکستان د خيبرپښتونخوا صوبې د سرښار پيښور په شمع سينيما کې درې بمي چاودنې شوي چې پکې د لمړنيو اطلاعاتو په اساس 11 کسان مړۀ اؤ 19 نور ژوبل شوي دي .
عيني شاهدان وايي دغه چاودنې په شمع سينيما کې په داسې حال کې شوي چې د سينيما دننه د فلم شو روانه وه اؤ گڼ خلک فلم کتلو ته ناست وؤ.
تر دې دمه ددغو چاودنو پړه چا په غاړه نۀ ده اخستې خو له دې وړاندې پيښور کې دترسره شوؤ دغسې زياتره بمي چاودنو پړه اکثره وخت د طالبانو تحريک په غاړه اخستې ده،
دپيښې سره سم مرستندويه ډلې د چاودنې ځايې ته رسيدلي اؤ مړۀ اؤ ژوبل کسان د پيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسؤل شوي.
د هسپتال انتظاميي په لمړي توگه دغه چاودنه کې د11 کسانو د وژل کيدو اؤ 19 نورو د ژوبل کيدو پخلى کړى دى.
په ژوبلو کې هم د ځينو حالت نازک ښودل کيږي چې له دې امله د مړو شمير کې د زياتوالي انديښنه ښودل کيږي.
د پيښور د پوليسو مشر يا سي سي پي او اعجاز خان خبريالانو ته وئيلي دا بريدونه د لاسي بمونو دلارې شوي دي اؤ ورانکارو پکې د چيني ساخت لاسي بمونه کارولي دي.
پوليس مشر زياته کړه په پکچر هاؤس سينيما کې د شوې چاودنې څخه وروستو پوليسو د سينيماگانو مالکان د نورې ممکنه ورانکارۍ د گواهانو نه خبر کړي وؤ خو د سينيماگانو مالکانو د خپل امنيت پړه پخپله اخستې وه اؤ دريځ يې خپل کړى ؤ چې سينيماگانو ته دننوتلو په وخت د خلکو کلکه تالاشي اخلي.
په يوه هفته کې د پيښور د سينيما گانو دننه دا پينځمه بمي چاودنه ده .
له دې وړاندې د فرورۍ په دوهمه نيټه د کابلۍ په پکچرهاوس سينيما کې هم د ددؤ بمي چاودنو له امله پينځه کسان وژل شوي وؤ.
په پيښور کې د بمونو د چاودنو دغه لړۍ په داسې حال کې يو ځل بيا چټک شوې چې په پاکستان کې د حکومت اؤ وسله والو ترمينځ د روغې جوړې دپاره خبرې اترې پيل شوي اؤ دواړه خواوې دعوه کوي چې ددغو خبرو په نتيجه کې به هيواد کې امنيت پځايې شي
دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي وياند سناتور زاهد خان وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره خبرو کې وئيلي د کله نه چې صوبه کې دتحريک انصاف حکومت رامينځته شوى په خيبرپښتونخوا کې د بدامنۍ لړۍ چټک شوې
هغه وويل يو خوا زمونږ اولس په بمي چاودنو کې وژل کيږي اؤ بلخوا حکمرانانو اولس ته د دهوکې ورکولو دپاره د مذاکراتو ډرامه شروع کړې ده چې د غندلو وړ ده ،
هغه وويل کۀ څوک ددې چاودنو ذمه واري پغاړه نۀ اخلي نو ددې مطلب دا نۀ شو چې حکومت دې دامن ټينگولو د ذمه وارۍ نه ځان مبرا وگڼي

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG