لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور کې دوسله والو يوه بله حمله،٩ کسان مړۀ


 په دغه بريد کې دښځو اؤ ماشومانو پشمول ديوې کورنۍ ٩ کسان وژل شوي دي.
په دغه بريد کې دښځو اؤ ماشومانو پشمول ديوې کورنۍ ٩ کسان وژل شوي دي.
پيښور- دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور سره نزدې سيمه بډه بيره کې دشورو په ورځ وسله والو جنگيالو په يو کور حمله کړې چې له امله يې ديوې کورنۍ ٩ کسان وژل شوي دي.
دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دروغې جوړې دخبرو پيل کيدو راپديخوا دهيواد په بيلا بيلو سيمو اؤ ځانگړې توگه دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې په بمي چاؤدنو ، ځانمرگي بريدونو اؤ دوسله والو حملو کې تر ډيره حده اضافه راغلې ده چې پکې په لسگونو کسان وژل شوي دي.
ددغه حملې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې.
دسرچينو وينا ده دغه پيښه تيره شپه دظفر نومې يو پوليس عسکر په کور شوې ده اؤ زياته کړې يې ده چې پخپله دغه پوليس عسکر هم دتير اتوار په ورځ وژل شوى ؤ.
سرچينې زياتوي چې وسله والو کور ته دننوتلو وروستو لاسي بمونه وغورځول اؤ دکوټو دننه يې دخلکو دلټولو وروستو په هغوي ناتاره ډزې پيل کړې.
خو بيا ځينې سرچينې دا هم وائي چې نامعلومو کسانو لمړى په يو کور لاسي بمونه وغورځول اؤ کله چې خلک دحالاتو معلومولو لپاره دکور څخه بهر راووتل ، نو دغو کسانو پرې ناتاره ډزې پيل کړې اؤ وروستو په تيښته کې بريالي شول.
سرچينې زياتوي چې دغه پيښه دشپې ديوې اؤ پينځوؤ بجو ترمينځ رامينځته شوې ، خو پوليس اؤ دبمونو ناکاره کوونکو پوليسو دڅانگې عسکر سحر دپيښې ځايې ته رسيدلي اؤ پلټنې يې شروع کړي دي.
په دغه بريد کې دښځو اؤ ماشومانو پشمول ديوې کورنۍ ٩ کسان وژل شوي دي.
ناقدين دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دخبرو په تناظر کې په بمي چاؤدنو اؤ خونړو بريدونو ترسره کيدو په حکومت نيوکې کوي چې اولس ته دتحفظ ورکولو څخه يې سترگې پټې کړي اؤ هم دهاغو خلکو سره دجوړجاړي هڅې کوي، چاچې په تيرو وختونو کې دزرگونو خلکو دوژنې پړه په غاړه اخستې.
خو دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف تيره ورځ په وزيراعظم هاؤس کې طالبانو سره دمذاکراتو لپاره دجوړې کړل شوې کميټۍ غړو سره دخبرو په مهال وئيلي دي دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دجوړجاړي دخبرو په مهال ترهه گريزې حملې بنديدل پکار دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG