لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان

اعلاميه : دکراچۍ په څير پيښو سره به د امن عمل ته دوام ورکول گران شي

A vehicle is unloaded from an U.S. Air Force C-17A Globemaster III aircraft after it landed at Tribhuvan International in Kathmandu, Nepal, May 5, 2015. REUTERS/Athit Perawongmetha
A vehicle is unloaded from an U.S. Air Force C-17A Globemaster III aircraft after it landed at Tribhuvan International in Kathmandu, Nepal, May 5, 2015. REUTERS/Athit Perawongmetha
دطالبانو لخوا په کراچۍ کې په پوليسو د ترسره شوي بمي بريد د پړې قبلولو وروستو د طالبانو اؤ حکومت مذاکراتي کميټو د امن په ضد هلوځلو باندې د خفگان اؤ انديښنې څرگندؤنه کړې ده اؤ د دواړو لورو څخه يې غوښتي چې بايد دداسې فعاليتونو څخه ډډه وکړي چې امن ته زيان رسوي.
دجمعې په ورځ دپاکستان پلازمينې اسلام اباد په خيبرپښتونخوا هاؤس کې دطالبانو اؤ حکومتي مذاکراتي کميټو ترمينځ يوه مهمه غونډه شوې ده چې پکې ددواړو کميټو غړو برخه اخستې ده.
دغونډې څخه وروستو جاري شوې گډه اعلاميه کې دواړو کميټو په امن ضد کارروائيو دخفگان اؤ افسوس څرگندونه وکړه اؤ وې وئيل چې دغه شان پيښې به دامن په هڅو بدې اغيزې وکړي.
سرچينې وايي غونډه کې حکومتي کميټۍ تيره ورځ کراچۍ کې په پوليسو دشوې هاغه بمي چاؤدنې حواله ورکړه چې ذمه واري يې دپاکستاني طالبانو تحريک قبوله کړې وه اؤ په ډاگه يې کړه چې ددغه شان پيښو له امله به دامن مذاکرات جاري ساتل گران شي ځکه دې طالبانو ته په څرگندو لفظونو کې ووئيل شي چې دامن ضد هر شان کارروايۍ دې پرته له کوم ځنډ څخه اودروي.
په دغه مهال دامن ضد کارروائيو داودرولو په اړه دطالبانو کميټۍ دحکومتي کميټۍ دغوښتنې سره اتفاق وکړو اؤ وې وئيل چې حکومت ته هم دداسې قسمه کارروايۍ دنۀ کولو واضحه اعلان کول پکار دي چې ورسره تاؤتريخوالى رامينځته کيږي اؤ زياته يې کړه چې دپائيداره امن لپاره ددواړو لورو څخه دطاقت استعمال نۀ دى پکار.
بل لوري ته د طالبانو د مذاکراتي کميټۍ غړي مولانا سميع الحق دپاکستاني طالبانو د تحريک څخه غوښتنه کړې ده چې هرقسمه حملې دې اودروي.
سميع الحق په کراچۍ کې دترهه گرۍ دپيښو هم غندنه کړې اؤ تور يې لگولى چې بهرني پوځونه اؤ نور غيررياستي عناصر دمذاکراتو ناکامي غواړي.
هغه وويل طالبانو دا خبره سپينه کړې چې حملې يې پخپله دفاع کې کړي اؤ زياته يې کړه چې ټي ټي پي په هيواد کې ترسره شوؤ گڼ شمير حملو کې دلاس لرنې څخه دلا تعلقۍ اظهار کړى.
په ډاگه دې وي چې تيره ورځ دپاکستان اقتصادي مرکز کراچۍ کې دپوليسو په يو بس بمي چاؤدنه کې ١٣ پوليس وژل شوي اؤ ٥٠ ژوبل شوي وؤ چې ذمه واري يې دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخستې وه اؤ وئيلي يې وؤ چې دغه کارروائي يې دامنيتي ځواکونو لخوا دخپلو ملگرو دوژنې دبدل اخستو په توگه ترسره کړې ده اؤ دجنگ بندۍ داعلان پورې به دغه شان حملې په راتلونکي کې هم دوام لري.

See all News Updates of the Day

د ادریس خټک لور وایي پوځي عدالت کې یې د پلار مقدمه په روڼ ډول نه ده چلول شوې

د بخښنې نړيوالې ادارې ایمنسټي انټرنیشنل د پاکستان نوي ټاکل شوي حکومت ته د بشري حقونو منشور (هيومن رایټس چارټر)وړاندې کړي چې پکې د بيان ازادۍ، د کډوالو د حقونو او پوځي عدالتونو کې دروانو مقدمو تر څنګ د بشري حقونو سره تړلې لس نکتې په ګوته شوي.

یادې ادارې د پاکستان نه غوښتنه کړې ده چې د دې ستونزو هواري ته دې لومړيتوب ورکړي خو د پاکستان حکومت د اېمنسټي انټرنېشنل منشور ته لا هم کوم غبرګون نه دی ښودلی.

اېمنېسټي انټرنېشنل د پاکستان حکومت نه غوښتنه کړې چې په پوځي عدالتونو کې د عامو خلکو مقدمې دې ختمې کړی شي.

په دې کې د بشري حقونو د فعال ادريس خټک ذکر هم شوی چې پوځي عدالت ورته د څوارلسو کالو د بند سزا اورولې ده.

د ادريس خټک لور تاليه خټک وايي د پلار مقدمه يې په پوځي عدالت کې په روڼ ډول نه ده چلول شوې.

ډیوه سره خبرو کې تالیه خټک وایي" مونږ ته پاکستان کې انصاف نه دی ترلاسه شوی، زمونږ څومره کلونه وشو، دا مو صرف انتظار کې تېر کړل، مونږ ته څه ثبوت هم نه دی راکړل شوی، اپيل مو هم نه اوريدل کيږې، مونږ ته اوس پته نه لګي چې دې نه پس څه وکړو؟"

د خېبر پښتونخوا د نوښار ضلعې سره تعلق لرونکی د بشري حقونو فعال ادریس خټک د کال 2019 د نومبر په 13مه اسلام اباد نه د راتګ په وخت د موټر وی د صوابۍ انټرچېنج سره نزدې نامالومه کسانو د نیولو وروسته د ځان سره بوتللی ؤ او بيا تر اتوؤ مياشتو پورې لا درکه ؤ.

په دغه اړوند په پېښور هايکورټ کې له مقدمې چلېدو او په نړیواله کچه د هغه د خوشې کولو د غوښتنه کې له شدت پیدا کېدو وروسته د دفاع وزارت عدالت ته ويلي وو چې ادریس خټک د پوځ په ولکه کې دی.

په پاکستان کې پوځي عدالتونو کې د عامو وګړو د مقدمو د اوريدنې اختيار په ارمي پبلک سکول له بريد وروسته د جوړ شوي نېشنل ايکشن پلان برخه وه په کوم کې چې به د ترهګرۍ سره تړلې مقدمو اوريدنه کېده.

خو وکيلان وايي ګڼ شمېر داسې مقدمې په پوځي عدالتونو کې روانې دي د کومو چې د ترهګرۍ د پېښو سره په ښکاره څه تعلق نشته او هغه د سياسي نوعيت مقدمې معلوميږي.

د ادريس خټک په مقدمه کې وکيل طارق افغان وايي ادريس خټک ته سزا اورول شوې او اوس يې د سزا خلاف اپيل کړی خو په پوځي عدالت کې به ورته د خپل موکل د صفايي پوره موقعه نه ورکول کېده.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي طارق افغان وویل"دا اوسنۍ چې کومې سويلين مقدمې دي په پوځي عدالتونو کې، دا په دې وجه باندې غېر قانوني، غېر انساني او غېر ایيني دي چې د سيويلين مقدمې په پوځي عدالتونو کې نه شي کېدای"

هغه وایي "په پوځي عدالتونو کې به یوازې د پوځ مقدمې فیصله کیږي او خاص کر بيا د افيشل سيکرټ اېکټ لاندې کيږي، نو مونږ ځکه دا وايو چې دا غېر اییني او غېر انساني دي اؤ دې کې د سزاګانو شرحه نزدې سل فيصده ده کوم چې انساني عقل ته د منلو وړ نه ده"

اېمنېسټي انټرنېشنل خپل منشور کې ويلي پوځي عدالتونه په کال 2015م او 17م کې د دوو، دوو کالو د پاره د ایين د 21م اؤ 23م ترميم د لارې فعال کړی شوي وو، خو په کال 2019م کې د دغو عدالتونو د مودې ختمېدو باوجود هم دې عدالتونو د عامو خلکو مقدمو کې خپله عملداري دوامداره ساتلې دهږ

روانه اوونۍ د پاکستان سپریم کورټ په پوځي عدالتونو کې د عامو خلکو خلاف د مقدمو په ضد اپيلونو باندې پوځي عدالتونو ته د محفوظ شوو فېصلو اورولو مشروط اجازت ورکړی دی.

عدالت ویلي د پوځي عدالتونو فېصلې به په اپيلونو د حتمي پرېکړې سره تړلې وي.

د زيارت- پنجشنبې په ورځ په پوځي عدالتونو کې د عادي خلکو خلاف د مقدمو غیرقانونه ګرځولو په ضد اپيلونو باندې اورېدنه د سپريم کورټ د جج جسټس امين الدین خان په مشرۍ شپږ کسيز بېنچ کړې وه.

په دغه مهال قانون پوهه او په دې مقدمه کې د سپريم کورټ د پخواني جج جسټس جواد اېس خواجه وکيل اعتزاز احسن ویلي وؤ "مونږ ګڼو چې په پوځي عدالتونو کې د ملکي خلکو خلاف مقدمه نه شي چلول کېدی"

په بلوچستان کې بارانونو د یوه کور د درو تنو په ګډون پینځه مزدوران مړه کړي

په بلوچستان کې د باﺭان له کبله د یوې کوټې چت نړېدلی چې پينځه تنه مزدوران پکې مړه شوي دي، بارانونو د پښتونخوا، پنجاب او بلوچستان تر منځ لویه لاره بنده کړې ده.

د دوکۍ د کولې د ماينونو انسپېکټر صابر شاه کاکړ وي او اې ډيوه ته وويل پېښه وړمه شپه شوې او پينځه تنه د کولې کان کيندوکي پکې مړه شوي دي:

"مزدوران په خپله خونه کې ويده وو چې د زيات باران او تېزې سيلۍ له وجې کوټه نړېدلې، د سيمټو د بلاکونو او چت د پرېوتو له وجې مزدوران مړه شوي دي".

انسپېکټر دا نه دي ویلي چې په خونه کې نور کسان هم وو او څوک په دې پېښه کې ټپیان شوي هم دي که نه.

د بلوچستان وزيراعلی سرفراز بګټي پر پېښه خفګان څرګند کړی او د ماينونو له محکمې يې غوښتي چې د پېښې تحقيق وکړي او د نورو داسې پېښو د مخنيوي لپاره دې ګامونه واخلي.

د انسپيکټر صابر شاه په خبره په پېښه کې مړه شوي درې تنه د بلوچستان د پښتني سيمې موساخېل دي او درې سره د يوې کورنۍ دي، يو د مسلم باغ او يو تن د ږوب دی.

د صابر شاه په وينا د ټولو جسدونه خپلو سيمو ته لېږل شوي دي او د پېښې نورې پلټنې روانې دي.

د بلوچستان صوبې د سر ښار کوټې په ګډون د صوبې په زياتره سيمو کې له تېرو څو ورځو پرلپسې بارانونه، په ځينو سيمو کې ږلۍ او پر غرنيو سيمو لږ لږ واوره شوې ده.

د بارانونو له کبله د بلوچستان، پښتونخوا او پنجاب تر ميان غزېدلې لويه لاره له تېرو دوو ورځو څخه د شېراني په دهنه سر سيمه کې بنده ده چې له کبله یې مسافر له ستونځو سره مخ‌ دي.

د شېراني ضلعې مرستيال کميشنر اعظم جان وي او اې ډيوه ته وويل، "د دهنه سر د غره ځينې برخې را لوېدلې دي چې سړک بند دی يو قسم موټران نه تلای شي نه راتلای شي، موږ لګيا يو چې لاره خلاصه کړو، غټه سرکاري مشينري مو راوستې ده".

د ځايي سرچينو په وينا د لارې بندېدو له کبله په ياده سيمو کې په موټرو کې ګڼ شمېر مسافر او د باروړونکو لاریو لوی لوی کتارونه ولاړ دي.

د مرستيال کميشنر په خبره "ستونځه دا ده چې باران لا هم اوري او د مرستې په کار کې خنډونه دي، لاره تنګه ده او د غره د بيا نړېدو ويره هم شته په احتياط کار کول دي".

د موسمياتو محکمې اټکل کړی چې په بلوچستان کې نن د جمعې او سبا د شنبې- خالي په ورځ هم د بارانونو د اورېدو او په ځينو سيمو کې د وړې کچې د سېلابونو د راتلو ويره ده.

په بیړنيو حالاتو کې مرسته کوونکې ايالتي ادارې له خلکو څخه غوښتي چې د خوړ او زياتو اوبو بهېدونکو سيمو لوري او له ضرورت پرته سفر کولو څخه دې ډډه وکړي.

حکومتي رپورټ: د پاکستان د پوځي مشر په ګډون د شاوخوا 27 لکو پاکستاني وګړو شخصي معلومات غلا کړل شوي دي

د پاکستان د پوځ د مشر جنرل عاصم منیر په ګډون د شاوخوا 27 لکو پاکستاني وګړو د ژوند شخصي معلومات افشا شوي یا "غلا" شوي دي چې پکې بایو مېټرک معلومات هم شامل دي.

څېړونکي په هيواد کې د شخصي ډيټا د حفاظت د قوانينو نشتوالی يوه لويه الميه بولي او وايي داسې پيښې رامينځ ته کيدو سره به پاکستانيان په ډيجيټل ټيکنالوجۍ باور بيلي.

د پاکستاني وګړو د شخصي معلوماتو دغلا کېدو د شکایتونو په اړه د پلټنو ګډې ډلې "جی آي ټي" خپل رپوټ د شورو په ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ته سپارلی دی.

د رپوټ له مخې له 2019م تر 2023م کال پورې د شاوخوا 2.7 میلینه پاکستاني‌ وګړو شخصي معلومات د شناختي کارډونو جوړولو له مرکزي ادارې نادرا څخه غلا شوي دي

د پاکستان د پلټنو د مرکزي ادارې یا ايف آي ای پخوانې مشر عمار جعفري وایي، هغه ګڼي چې که دا بې غوري وي نو دا يو مجرمانه بې غوري ده او بايد چې دې سره د عامې بې غورې په شان چلند ونه شي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي" بله خبره دا ده که چرې دا ډيټا غير ارادي ليک(رسوا) شوې وي نو بيا به کتل وي چې ادارې د دې د حفاظت لپاره کوم نړيوال معيارونه خپل کړي وو او کله چي د ډيټا غلا روانه وه نو هغه وخت دغه حفاظتي نظام څه کول؟"

رپوټ وایي‌ دا ډېټا د ادارې د ملتان، پېښور او کراچۍ له مرکزونو وخت په وخت ویستل شوې ده او د پاکستان ټوډی ورځپاڼې د خبر له مخې دا معلومات بیا دوبۍ ته لېږدول شوي او بیا په ارجنټاین او رومانیا کې خرڅ کړل شوي دي.

جی آي ټي په خپل رپوټ کې سپارښتنه کړې چې د نادرا د هغو افسرانو خلاف دې قانوني ګامونه واخیستل شي چې د خلکو د شخصي معلوماتو په رسوا کولو کې لاس لري خوڅيرونکې دا نامکنه بولي.

ډيجيټل ړايټس کارپوهه هارون بلوچ وایي، پاکستان ته د ډيټا د حفاظت لپاره زر تر زره د يو داسې قانون ضرورت دې چې عوام دوست وي او دا وخت په هيواد کې د ډيټا د حفاظت لپاره د قانون نشتوالې لويه الميه ده.

ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي، مشترکه تحقيقاتي ډلې د ډيټا په غلا کې د ککړو کسانو د موندلو او هغوي ته د سزا ورکولو سپارښتنه کړې خو د بده مرغه په پاکستان کې داسې هیڅ قانون نشته چې ترمخه يي د ډيټا د غلا، او د دې غلط استعمال کوونکو ته سزا ورکړې شي.

دا لومړی ځل دی چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په کوم رپوټ کې چارواکو په منظمه توګه د خلکو د شخصي معلوماتو د افشا کېدو اعتراف کړی دی.

تر دې وړاندې د 2020م کال په اپرېل کې هم انفارمېشن سیکیورټي کمپنۍ په خپل رپوټ کې ویلي وو چې په پاکستان کې د موبایل ټیلیفون کاروونکو شاوخوا 115 میلینه یا یوولس نیم کروړه پاکستانیانو معلومات پر «ډارک ویب» یا توره ویبپاڼه پلورل شوي او وایي په دې کې ممکن د ټیلیکام کمپنیو ځینې ملازمین لاس ولري.

د دې معاملې د پلټنو په نتیجه کې چې هغه مهال د پاکستان د پوځ د مشر شخصي معلوماتو ته غیرقانوني لاسرسی ثابت شو، په دې تور د نادرا شپږ افسران له خپلو نوکریو وویستل شوي او له ځینو افسرانو استعفاګانې غوښتل شوې وې.

عمار جعفري وایي، ټيکنکي پلټنې ډيړې مهمې دي او دويمه دا چې کومه کمېټې پلټنې کوي د هغې حدونه دې واضحه وي او بايد چې په دغه کميټې کې ټيکنيکي ماهرين شامل وي.

د هغه په وینا د موجوده کميټۍ تعلق یوازې د پلټنو سره و. هغوي خپل کار وکړو خو اوس چې کومه دا تيکنيکي کميټې ده نو دا دې د دې ټولي معاملې فرانزک وکړي او دا دې په تيکنيکي بنيادونو وڅيړي.

څېړونکي وايي د پوځ د مشر په ګډون د پاکستاني وګړو د شخصي معلوماتو د افشا کېدو شکایتونه په وروستیو کې ډېر زیات شوي وو او بیا تېر نګران حکومت په دې اړه د پلټنو ډله جی آي ټي جوړه کړې وه.

جو بایډن: نړۍ اؤ سیمې ته د ورپېښو چیلنجونو د مقابلې لپاره به امریکا د پاکستان تر څنګ ولاړه وي

د امریکې صدر جوبایډن د پاکستان وزیراعظم ته لیک استولی چې پکې هغه ویلي، نړۍ اؤ سیمې ته ته د ورپېښو مهمو چیلنجونو د مقابلې کولو لپاره به امریکا د پاکستان تر څنګ ولاړه وي.

د پاکستان ګڼ شمیر رسنیو د جمعې په ورځ ویلي، صدر بایډن پخپل لیک کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف ته د لمړي وزیر په توګه د منصب په سمبالولو مبارکي ورکړې ده اؤ هغه لپاره یې ښې هېلې ښکاره کړي دي.

په لیک کې ویل شوي د پاکستان اؤ امریکې د ولسونو ترمنځ شراکت داري د نړۍ اؤ زمونږ د ولسونو د سلامتۍ باوري کولو په لړ کې زیات ارزښت لري.

د صدر بایډن په لیک کې لیکل شوي چې د عامې روغتیا د تحفظ، اقتصادي پرمختیا اؤ ټولو لپاره تعلیم یو ګډ وېژن یا نظر دی اؤ دې ته به په ګډه وده ورکوؤ.

د امریکې صدر ویلي دي چې امریکا به پاکستان سره د ګرین الاینس فریم ورک له لارې چاپیریال کې د غوره والي لپاره خپلې هڅې لا پسې پیاوړې کوي اؤ دا ایتلاف به نور هم غښتلی کوي.

صدر بایډن ویلي چې د دایمي زرعي ترقۍ، د اوبو د تابیا اؤ د کال 2022ء د سیلابونو د تباهۍ د اثراتو نه د پاکستان ژغورلو کې به امریکا خپلې همکارۍ ته دوام ورکوي.

نوموړي ویلي چې امریکا پاکستان سره په ګډه د بشري حقونو د تحفظ اؤ پرمختیا د ودې لپاره کلک هوډ لري اؤ د دواړو ولسونو ترمنځ پیاوړې شراکت دارۍ یا انډیوالۍ ته به نوره وده هم ورکوي.

صدر بایډن د پاکستان نوي وزیراعظم شهباز شریف ته د مبارکۍ اؤ نیکو هیلو دا لیک په داسې حال کې استولی چې د فرورۍ په میاشت کې د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د پاکستان په عمومي انتخاباتو کې د لاسوهنې او درغلۍ په تورونو اندېښنه څرګنده کړې وه.

د کانګرس ځینو غړو د امریکا د بهرنیو چارو له وزارته غوښتي وؤ چې د دغو تورونو تر بشپړې څېړنې پورې دې د انتخاباتو نتیجې ونه مني.

د مارچ په شلمه د سویلي او منځني اسیا لپاره د امریکا ناېب خارجه وزیر ډونلډ لو پاکستان کې د شوؤ انتخاباتو د درغلۍ د تورونو په معامله یوه اورونه کې د امریکايي کانګرس د خارجه اړیکو کمېټۍ ته وړاندې شوی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې، په انتخاباتو کې د درغلیو مخه نیول اوپه دې اړه د شکایتونو ځواب ورکول د پاکستان د انتخاباتو د کمېشن کار دی.

نوموړي ویلي وؤ د دغه انتخاباتو وړاندې په پاکستان کې د تشدد پېښې، په سیاست مدارو او پولیسو بریدونه زیات شوي وو او مونږ یې هم اندېښمن کړي وو. نوموړي ویلي وؤ، په دغه مهال خبریالان هم ځورول شوي او د سیاسي ګوندونو د پلویانو لخوا د ښځینه خبریالانو پرضد د نفرت مهم/ کمپاېن هم چلول شوی ؤ.

د پاکستان د انتخاباتو کمیشن اؤ خارجه وزارت انتخاباتو کې د درغلیو په اړه د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو اؤ سازمانونو تورونه اؤ اندېښنې رد کړي اؤ ویلي یې دي چې په انتخاباتو کې د زیات شمیر رایې ورکوونکو خوښي ښیي چې دا جمهوري عمل په راڼه توګه ترسره شوی دی.

له تربیلا ډيم وروسته چینایي کمپنیو په داسو اؤ دیامر بهاشا ډيمونو هم کار درولی دی

د خېبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې په چینایي انجنیرانو له شوي ځانمرګي وروسته چینایي کمپنیانو د تربیلا ډیم ترڅنګ په داسو اؤ دیامر بهاشا ډیمونو هم کار درولی دی.

د پاکستان د"دي نیوز" ورځپاڼې د رپورټ له مخې د داسو اؤ دیامر بهاشا ډیمونو په پروژو لږ تر لږه 991 چینایي انجنیرانو کار کولو چې د شانګلې له برید وروسته دغو انجنیرانو خپل کارونه درولي اؤ په دواړو پروژو کې کارکوونکو سیمه ییزو مامورینو ته هم ویل شوي چې تر بل امر پورې باید په کورونو دننه پاتې شي.

د نهې یا سه شنبې، په ورځ د خېبر پښتونخوا په شانګله سیمه کې د چینایي انجنیرانو په قافله هغه وخت یو ځانمرګي برید شوی ؤ چې دغه انجنیران د داسو ډیم په منصوبه کار کولو لپاره روان وؤ

تر دغه برید وروسته په تربیلا غازي هري پور کې د بجلۍ جوړولو یوې چینايي کمپنۍ تر نامعلومې مودې د کار بندولو اعلان کړی ؤ.

د تربیلا توسیع هایډرو پراجیکټ منیجمنټ پاور کنسټرکشن کارپورېشن اف چاینه لمیټډ په نوم چینايي کمپنی خپلو کارکونکو ته په یو لیک کې ویلي وؤ چې د مارچ له 26مې نیټې څخه د امنیتي وجوهاتو له امله په پراجیکټ کار تر بل امر پورې تړل شوی.

د پراجیکټ کارکونکو ته ویل شوي وؤ چې یواځې هغه سټاف د کار لپاره راتلی شي چې د پراجیکټ د کومې څانګې انچارج یا مشر یې راوغواړي.

خو د نیوز ورځپاڼه وایي چې اوس له تربیلا ډیم وروسته چینایي کمپنیانو په داسو اؤ دیامر ډیمونو هم روان کارونه ودرولي دي.

رپورټ وایي په داسو اؤ یامر ډیمونو د کار ودرول کیدو وروسته دا وخت چیني انجینران یوازې خېبر پښتونخوا کې په مهمند ډیم کار کوي.

دي نیوز ورځپاڼه وایي په داسو ډیم کې کارکوونکي یو مامور ورته ددې خبرې پخلی کړی چې په دغه ډیم کار ودرول شوی اؤ سیمه ییزه عملې ته ویل شوي چې په کورونو دننه باید پاتې شي.

په بر کوهستان ضلعه کې جوړیدونکی دا ډیم به د 4,320 میګاواټه بجلۍ جوړولو ظرفیت ولري اؤ د 741 چینایي انجنیرانو تر څنګ په دې پروژه کې 6,000 سیمه ییز مامورین هم کار کوي.

ورځپاڼه وایي د دیامر بهاشا ډيم (ډي بي ډي) یو مامور نزاکت حسین هم ورته پخلی کړی چې په دغه پروژه هم چینایي کمپنۍ خپل کارونه ځنډولي دي.

د رپورټ له مخې په دغه پروژه کې نزدې 500 وګړي کارونه کوي خو وایي د ایف ډيلیو او مامورینو په پروژه خپل کار دومداره ساتلی دی اؤ 6000 سیمه ییز لخک د ډیم جوړولو په کارونو کې بوخت دي.

دیامر بهاشا ډیم به د 4800 میګا واټه بجلۍ جوړولو توان ولري.

رپورټ کې ویل شوي چې د مهمند ډیم یو چارواکي عاصم منیر ورته ویلي چې په دغه ډیم چینایي انجنیرانو خپل کارونه نه دي ودرولي اؤ دا وخت 250 چینایي مامورین ددغه ډیم په جوړولو بوخت دي.

د مهمند ډيم په اړه رپورټ کې ویل شوي چې ټاکل شوی دی ده دا ډیم به 740 میکا واټه بجلۍ پیدا کولو صلاحیت ولري اؤ ددې ترڅنګ به ترې 15,100 ځمکې هم خړوب شي.

د نهې په ورځ شانګله کې په داسو ډیم د کارکوونکو چیني انجینرانو په قافله شوي ځانمرګي برید کې د پینځوؤ چیني انجینرانو اؤ د هغوي د یو پاکستاني ډرایو له وژل کیدو وروسته پاکستان کې د چین سفارتخانې د چینایي وګړو د تحفظ غوښتنه کړې وه .

تر دې پېښې وروسته د چین نه د شانګلې د برید پلټنو لپاره د چینایي تحقیقات کوونکو یوه ځانګړې ډله هم پاکستان ته رارسیدلې ده تر څو پاکستاني چارواکو سره د همکارۍ ترڅنګ په په ازاده توګه ددې ځانمرګي برید پلټنې وکړي.

پاکستاني رسنۍ وایي د جمعې په ورځ د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چین تحقیقاتي ډلې سره ددې پېښې د پلټنو په اړوند غږیدلی اؤ هغوي یې دې لړ کې دشوؤ پرمختګونو نه خبر کړي‌ دي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د چین تحقیقاتي ډلې ته باور ورکړی چې د شانګلې په برید کې ککړ اصل ملزمان به په هر صورت د قانون منګولو ته راکش کولی شي.

پاکستان کې په چینایانو د بریدونو تاریخ

په پاکستان کې خوا وشا د 62 اربو ډالرو سرمایه کاريکونکي هېواد چین په وګړو د کال 2018 راهسې نزدې هر کال حملې کیږي: تفصیل یې داسې دی

په 26م مارچ 2024 بشام حمله کې پینځه چینایان ووژل شول

په 13م اگست کال 2023 په ګوادر کې په چينايي انجينيرانو برید شوی و خو چارواکو ویلي وو په بريد کې مرگ ژوبله نه وه ‏اوښتې.

په 26م اپرېل ‏2022‎م کال د کراچۍ پوهنتون کنفوشيس انسټيټيوټ کې د چينايي ژبې او کلتور د زده کړو څانګې په استادانو ځانمرګي برید کې درې استادان وژل شوي وو.

په 21م اپريل 2021م د کوټې په عالیشانه هوټل ځانمرګي بريد کې پينځه تنه وژل شوي وو دغه وخت چينايي سفیر هم په ښار کې موجود وو.

په 14مه جولاي 2021 د داسو په سیمه کې د چینايي انجینیرانو په لارۍ حمله کې نهه کسان وژل شوي وو.

په جون کال 2020 د کراچۍ په سټاک اېکسچېنج حمله کې درې امنیتي افسران او څلور بریدګر وژل شوي وو د مطبوعاتو تر مخه د ونډو په دغه بازار کې چینايي کمپنۍ 40 فیصده برخه لري.

په 11 می 2019 یوې بېلتون غوښتونکې ډلې په ګوادر کې په یو هوټل چې چینایان پکې وسیدل برید وکړو خو چینایانو ته مرګ ژوبله نه وه شوې.

په نومبر 2018م کراچۍ ښار کې د چین په کونسلګرۍ برید کې څلور کسان وژل شوی وو

په اګست یولسم 2018 د سویل لویدیځ بلوچستان په دالبندین کې په یو ځانمرګي برید کې درې چینايان ټپیان شوي وو.

نور کتل

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
XS
SM
MD
LG