لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کندوز :دپوليسو په کاروان ځانمرگي بريد کې دوه کسان وژل شوي


 دملگرو ملتونو دچارواکو ترمخه تيرکال افغانستان کې دجگړو په مهال دوه زره اؤ نهه سوه وگړي وژل شوي اؤ نزدې شپږ زره نور ژوبل شوي دي
دملگرو ملتونو دچارواکو ترمخه تيرکال افغانستان کې دجگړو په مهال دوه زره اؤ نهه سوه وگړي وژل شوي اؤ نزدې شپږ زره نور ژوبل شوي دي
افغان چارواکي وائي دافغانستان دکندوز ولايت په خان اباد اولسوالۍ کې دخالي په ورځ دپوليسو په يو کاروان شوي ځانمرگي بريد کې دوه اولسي وگړي وژل شوي اؤ پينځه نور ژوبل شوي دي.
اولسوال حيات الله اميري ددغه پيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې په موټر سائيکل سور يو ځانمرگي پخپل ځان پسي تړلي بارود دخان اباد اولسوالۍ په پل محب سيمه کې دپوليسو ديو کاروان سره نزدې چولي دي چې په نتيجه کې يې دوه لاروي وژل شوي اؤ پينځه نور ژوبل شوي دي.
پيښه کې دپوليسو يو گاډى هم تباه شوى.
ددغه ځانمرگي بريد ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې ، خو له دې وړاندې دافغانستان په بيلا بيلو سيمو کې په بهرنو ځواکونو، افغان عسکرو اؤ حکومتي چارواکو دشوؤ زياترو حملو ذمه واري طالبانو په غاړه اخستې ده.
دملگرو ملتونو دچارواکو ترمخه تيرکال افغانستان کې دجگړو په مهال دوه زره اؤ نهه سوه وگړي وژل شوي اؤ نزدې شپږ زره نور ژوبل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG