لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ائي ايس پي ار : دطالبانو ښځې اؤ ماشومان دامنيتي ځواکونو په بند کې نۀ دي


 پوځي بيان زياتوي چې ددغه بې اساسه تور مقصد پروپيگنډه خورول دي ترڅو هغوي دخپلو ظالمانه کارروائيو څخه پام وگرځوي.
پوځي بيان زياتوي چې ددغه بې اساسه تور مقصد پروپيگنډه خورول دي ترڅو هغوي دخپلو ظالمانه کارروائيو څخه پام وگرځوي.
پيښور- دپاکستان پوځ دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان دا دعوه رد کړې چې گنې دتندلارو ښځې اؤ ماشومان دامنيتي ځواکونو په بند کې دي.
دخالي په ورځ دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانگې ( ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي په دې خبره کې هيڅ حقيقت نشته چې گنې دطالبانو دکورنۍ غړي اؤ ماشومان دپوځ په بند کې دي.
ائي ايس ار په دغه اړه لگول شوي تورونه رد کړي اؤ وئيلي يې دي چې دوسله والو پوځونو په ضد دغه تورونه غيرحقيقي اؤ دروغ دي اؤ زياتوي چې دا دټي ټي پي له لوري يوه بې اساسه پروپيگنډه ده.
دبيان ترمخه دطالبانو کومه ښځه يا ماشوم دامنيتي ځواکونو په قبضه کې نۀ دى اؤ نۀ هم هغوي کله نيول شوي وؤ.
پوځي بيان زياتوي چې ددغه بې اساسه تور مقصد پروپيگنډه خورول دي ترڅو هغوي دخپلو ظالمانه کارروائيو څخه پام وگرځوي.
دپاکستاني پوځ ددغه وضاحت په اړه طالبانو کوم سپيناوى نۀ دى کړى.
له دې وړاندې امنيتي چارواکو دټي ټي پي له لوري دا دعوه هم رد کړې وه چې گنې دحراست په مهال يې دهغوي کوم غړى وژلى.
تيره اوونۍ دټي ټي پي دمهمند ايجنسۍ دڅانگې مشر عمرخالد خراساني وئيلي وؤ چې هغوي دايف سي ٢٣ عسکر دامنيتي ځواکونو لخوا دبندي طالب جنگيالو دوژنې دبدل اخستو په توگه وژلي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG