لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان لخوا په شام د وسلو په خرڅون د خورشيد شاه انديښنه


نوموړي زياته کړه"په پردو هيوادونو کې د لاسوهنې په لړ کې بايد مونږ د خپلو پخوانو پاليسو څخه سبق واخلو "
نوموړي زياته کړه"په پردو هيوادونو کې د لاسوهنې په لړ کې بايد مونږ د خپلو پخوانو پاليسو څخه سبق واخلو "
دپاکستان په قومي اسمبلۍ کې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد احمد شاه د گل په ورځ د پاکستان له لوري په شام د وسلو خرڅولو په راپور سختې نيوکې کړي اؤ غوښتنه يې کړې ده چې حکومت بايد په دغه هکله خپله خارجه پاليسۍ په ډاگه کړي.
قومي اسمبلۍ ته د وينا په وخت ښاغلي خورشيد شاه دعوه وکړه چې (دشام په معامله) دپاکستان خارجه پاليسۍ کې بدلون راوړل شوى اؤ له دې امله پاکستان د هاغو ستونزو سره مخ کيدى شي چې دکال 1980ء په لسيزه کې دافغان جگړې څخه وروستو ورسره مخ شوى ؤ.
د مخالفې ډلې مشر وويل هيواد د وړاندې څخه د تندلاريتوب ښکار دى اؤ په دغسې حال کې د يو بل ځپل شوي هيواد مرسته به هيڅ گټه ونۀ لري.
د مخالفې ډلې مشر زياته کړه بهرنۍ تگلارې بايد د زمکنو حقيقتونو په اساس بدلې کړل شي اؤ د کوم بل هيواد په کورنو چارو کې لاسوهنه پخپله په پاکستان بدې اغيزې کولى شي.
نوموړي زياته کړه"په پردو هيوادونو کې د لاسوهنې په لړ کې بايد مونږ د خپلو پخوانو پاليسو څخه سبق واخلو "
هغه دا غوښتنه هم وکړه چې په پاکستان کې د ترهگرۍ کوم بهير يو وارې بيا چټک شوى بايد وزيراعظم په دغه لړ کې ټول قام اؤ پارلمان په باور کې واخلي .
هغه وويل قام ځان پوهه کول غواړي چې ترهگرو سره د خبرو اترو څه صورتحال دى.
خو نوموړي واضحه کړه چې دامنيت د ټينگښت دپاره هره پريکړه کيږي مخالفې ډلې به د حکومت اؤ پوځ ترشا ولاړې وي.
په دغه موقعه دپاکستان د سائنس اؤ ټينکنالوجۍ وزير ښاغلي زاهد حامد وويل حکومت به ډير زر د خارجه پاليسۍ اؤ تندلاريتوب په معامله د پارلمان د غړو ملاتړ ترلاسه کړي..
حامد زياته کړه دا خبره اساس نۀ لري چې گنې حکومت د خارجه پاليسۍ په اړه د خپلې لارې څخه بې لارې شوى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG