لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : امنيتي ځواکونو سره نښته کې درې جنگيالي وژل شوي


 دامنيتي سرچينو وينا ده چې تندلارو سره نښته کې دوه عسکر هم ژوبل شوي دي.
دامنيتي سرچينو وينا ده چې تندلارو سره نښته کې دوه عسکر هم ژوبل شوي دي.
پيښور_ دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه خيبرايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو اؤ تندلارو ترمينځ ترسره شوې نښته کې لږ ترلږه درې جنگيالي وژل شوي اؤ درې نور ژوبل شوي دي.
دامنيتي سرچينو ترمخه دپوځ اؤ جنگيالو ترمينځ دغه نښته دخيبرايجنسۍ په شلوبر نومې سيمه کې هاغه مهال رامينځته شوه کله چې امنيتي ځواکونو يو شکمن گاډي ته داودريدو اشاره وکړه اؤ دگاډي په نۀ اودريدو امنيتي ځواکونو گاډي کې په ناستو شکمنو کسانو ناتاره ډزې وکړې.
دسرچينو وينا ده چې د وژل شوؤ دريواړو شکمنو جنگيالو مړي امنيتي ځواکونو پخپله قبضه کې اخستي.
دامنيتي سرچينو وينا ده چې تندلارو سره نښته کې دوه عسکر هم ژوبل شوي دي.
خيبرايجنسي دپاکستان هاغه قبائيلي سيمه ده چې پکې باور کيږي دالقاعده اؤ طالبانو سره تړلو جنگيالو خپلې خوندي ځالې جوړې کړي اؤ دغلته وخت په وخت په امنيتي ځواکونو حملې هم ترسره کيږي، په تيرو وختونو کې خيبرايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو دبيلا بيلو مقامي تندروه ډلو په ضد عمليات هم ترسره کړي دي.
تيره اوونهۍ خيبرايجنسۍ کې ديوې فضائي کارروايۍ په مهال امنيتي ځواکونو دگڼ شمير تندلارو دوژلو اؤ دهغوي دځالو دتباه کولو ادعا کړې وه.
مهمند ايجنسۍ کې دطالبانو له لوري د٢٣ؤ عسکرو دوژنې دذمه وارۍ قبلولو وروستو که يو خوا دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن خبرې اودريدلي نو بل اړخ ته په بيلا بيلو قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد په دمې دمې سره هدفي کارروايۍ هم روانې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG