لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چوهدري نثار وائي قبائيلي سيمو کې پوځي عمليات نۀ دي روان


 داخله وزير وويل زياته هڅه يې کړې چې په اوسنو ورځو کې ترسره شوؤ هدفي حملو کې دکم نه کم حادثاتي تاوان باوري شي.
داخله وزير وويل زياته هڅه يې کړې چې په اوسنو ورځو کې ترسره شوؤ هدفي حملو کې دکم نه کم حادثاتي تاوان باوري شي.
پيښور_ دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي چې په قبائيلي سيمو کې نۀ خو کوم پوځي عمليات روان دي اؤ نۀ هم په دغه اړه تر دې مهاله په دغه اړه کوم پريکړه شوې ده.
دجمعې په ورځ په قومي اسمبلۍ کې دوينا په مهال چوهدري نثار علي خان وويل چې قبائيلي سيمو کې پوځي عمليات نۀ دي روان، دغه شان کومه فيصله تر دې دمه نۀ ده شوې اؤ دپوځي عملياتو فيصله به په صلاح مشورې سره کولى شي.
مهمند ايجنسۍ کې دطالبانو له لوري د٢٣ؤ عسکرو دوژنې دذمه وارۍ قبلولو وروستو که يو خوا دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن خبرې اودريدلي نو بل اړخ ته په بيلا بيلو قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد په دمې دمې سره هدفي کارروايۍ هم روانې دي.
داخله وزير وويل زياته هڅه يې کړې چې په اوسنو ورځو کې ترسره شوؤ هدفي حملو کې دکم نه کم حادثاتي تاوان باوري شي.
هغه ايوان خبر کړو چې دتيرو شپږو مياشتو راهسې دهيواد په بيلا بيلو برخو کې ١٠١٧ ترهه گريزې پيښې رامينځته شوي چې پکې د٢٣٢ؤ عسکرو پشمول ٨٧٨ کسان وژل شوي دي.
راتلونکې اوونۍ کې به وزيراعظم په داخلي امنيتي تگلاره درايې معلومولو لپاره دڅلورو واړو صوبو داعلي وزيرانو يوه غونډه رابلي.
چوهدري نثار وويل په تگلاره کې به داعلي وزيرانو رايې شاملولى شي.
دهغه وينا وه دترهه گرۍ دستونزې دمخنيوي لپاره به ټولې وسيلې استعمالولى شي ، ځکه چې دغه تر ټولو سخته معامله ده.
ښاغلي نثار دترهه گرۍ دمعاملې دله مينځه وړلو لپاره دټولو صوبو ترمينځ دنزدې همکاۍ په ضرورت زور راوړو اؤ زياته يې کړه چې صوبو اؤ مرکز ته هره مياشت ليدنې کول پکار دي.
قبائيلي سيمو څخه دپوځي عملياتو له ويرې دکډه کوونکو خلکو په اړه دکورنو چارو وزير وويل چې ددغو خلکو دهررقم ممکنه مرستې لپاره به په راتلونکو څو ورځو کې يوه تگلاره جوړه کړل شي اؤ زياته يې کړه چې دسيفران دوزير په مشرۍ دکډوالو دمعاملې دڅارنې لپاره دمخه جوړه کړل شوې ده.
خو ښاغلي نثار دعوه وکړه چې قبائيلي سيمو څخه په دومره شمير کې خلک کډې نۀ کوي لکه څومره چې يې راپور ورکړل شوى اؤ زياته يې کړه دقبائيلي سيمو څخه کډه کوونکو خلکو په بنو ، پيښور اؤ نورو سيمو کې دخپلو خپلوانو کره اوسيدو ته ترجيح ورکړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG