لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسي : بمي چاؤدنه کې دپوليو دډلې ساتونکي ١١ عسکر وژل شوي دي


 سرچينې وائي په دغه پيښه کې ټول ١٢ کسان وژل شوي چې پکې ١١ خاصه دار اؤ يو ماشوم شامل دى.
سرچينې وائي په دغه پيښه کې ټول ١٢ کسان وژل شوي چې پکې ١١ خاصه دار اؤ يو ماشوم شامل دى.
پيښور_دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په جمرود تحصيل کې دخالي په ورځ دپوليو دمخنيوي دډلې په امنيت مامورو خاصه دارو په گاډي ترسره شوي بمي چاؤدنه کې ديو ماشوم پشمول ١٢ کسان وژل شوي اؤ ١٤ نور ژوبل شوي دي.
سرچينې وائي په ژوبل شوؤ کې هم دزياترو حالت نازک دى چې له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
دسرچينو وينا ده چې دجمرود په لاشوړو سيمه کې دامنيتي ځواکونو يو گاډى نامعلومو تندلارو هاغه مهال ديو بم په ذريعه په نخښه کړو چې سيمه کې دپوليو مهم روان ؤ.
سرچينې وائي دغه پيښه کې ١٢ خاصه دار وژل شوي اؤ ١٤ نور ژوبل شوي دي ، خو اسسټنټ پوليټيکل ايجنټ ناصر خان ددغه پيښې په اړه ميډيا سره دخبرو په مهال پيښه کې د٩ؤ خاصه دارو دوژل کيدو اؤ ١١ؤ دژوبل کيدو پخلى کړى اؤ زياته کړې يې ده چې بمي بريد کې دامنيتي ځواکونو دوه گاډو ته هم زيان رسيدلى دى.
ژوبل شوي ٧ کسان اؤ ديو تن مړى دپيښور حيات اباد ميډيکل کمپليکس اؤ نور ژوبل کسان دجمرود نزدې روغتون ته وړل شوي دي.
سرچينې وائي په دغه پيښه کې ټول ١٢ کسان وژل شوي چې پکې ١١ خاصه دار اؤ يو ماشوم شامل دى.
ددغه بمي بريد وروستو دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ دنښتې اطلاعات هم ترلاسه شوي خو پکې دکومې مرگ ژوبلې په اړه پخلى نۀ دى شوى.
د١٢ؤ خاصه دارو دوژنې دغه پيښه يوه ورځ وروستو له هغې رامينځته شوې چې دجمعې په ورځ دخيبرايجنسۍ په شلوبر نومې سيمه کې امنيتي ځواکونو سره نښته کې درې جنگيالي وژل شوي وؤ.
خيبرايجنسي دپاکستان هاغه قبائيلي سيمه ده چې پکې باور کيږي دالقاعده اؤ طالبانو سره تړلو جنگيالو خپلې خوندي ځالې جوړې کړي اؤ دغلته وخت په وخت په امنيتي ځواکونو حملې هم ترسره کيږي، په تيرو وختونو کې خيبرايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو دبيلا بيلو مقامي تندروه ډلو په ضد عمليات هم ترسره کړي دي.
تيره اوونهۍ خيبرايجنسۍ کې ديوې فضائي کارروايۍ په مهال امنيتي ځواکونو دگڼ شمير تندلارو دوژلو اؤ دهغوي دځالو دتباه کولو ادعا کړې وه.
مهمند ايجنسۍ کې دطالبانو له لوري د٢٣ؤ عسکرو دوژنې دذمه وارۍ قبلولو وروستو که يو خوا دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن خبرې اودريدلي نو بل اړخ ته په بيلا بيلو قبائيلي سيمو کې دتندلارو په ضد په دمې دمې سره هدفي کارروايۍ هم روانې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG