لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : دډزو پيښو کې ددريوؤ عسکرو پشمول ٩ کسان وژل شوي


 گاډي کې ناست درې عسکر وژل شوي اؤ شپږ عسکر ژوبل شوي
گاډي کې ناست درې عسکر وژل شوي اؤ شپږ عسکر ژوبل شوي
پيښور_ چارواکي وائي دخالي په ورځ دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په قلات اؤ ډيره بگټي ضلعو کې رامينځته شوؤ دوؤ بيلا بيلو پيښو کې ددريوؤ عسکرو پشمول ٩ کسان وژل شوي دي.
دفرنټئيرکور(ايف سي) وياند خان وصى دپيښې په اړه ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې دمعمول مطابق په گزمه بوخت دامنيتي ځواکونو يو گاډى ديو بم په ذريعه دبلوچستان په قلات ضلعه کې په نخښه کړل شوى دى.
هغه وويل چې گاډي کې ناست درې عسکر وژل شوي اؤ شپږ عسکر ژوبل شوي چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي اؤ دهغوي يو گاډى هم تباه شوى دى.
دايف سي دوياند ترمخه هم دبلوچستان ډيره بگټي سيمه کې هم امنيتي ځواکونو سره نښته کې ٦ جنگيالي وژل شوي دي.
دايف سي دوياند ترمخه دخالي په ورځ په يوه بله پيښه کې دامنيتي ځواکونو اؤ وسله والو جنگيالو ترمينځ دډيره بگټي ضلعې دسوئي سيمې په درينجان اؤ رستم بازار کې سخته نښته شوې چې پکې شپږ جنگيالي وژل شوي دي.
دغه نښته کې امنيتي ځواکونو ته په دروند مقدار کې وسله اؤ گوله بارود هم لاس ورغلي دي اؤ دحالاتو قابو کولو لپاره سيمې ته اضافي عسکر رسيدلي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG