لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايشياء کپ : بنگله ديش پاکستان ته دگټې لپاره د327 رنز هدف ټاکلى


شيربنگلا اسټيډيم ميرپور کې روان ميچ کې پاکستان دوه بدلونونه کړي
شيربنگلا اسټيډيم ميرپور کې روان ميچ کې پاکستان دوه بدلونونه کړي
دايشياء کپ په ٨م ميچ کې بنگله ديش دپاکستان په ضد دټاس گټلو وروستو دلمړي بيټنگ فيصله کړې اؤ په مقررو ٥٠ؤ اورونو کې يې ددريوؤ وکټو په تاوان د 326 رنز جوړ کړي دي.
شيربنگلا اسټيډيم ميرپور کې روان ميچ کې پاکستان دوه بدلونونه کړي ، دزخمي شيرجيل خان پځايې فواد عالم اؤ دجنيد خان پځايې عبدالرحمان ټيم کې شامل کړل شوى دى اؤ بنگله ديش ټيم کې پينځه بدلونونه کړي دي.
عبدالرحمان پخپل لمړي اوور کې درې نو بالونه وکړل چې په هغې کې دويم اؤ درېم بال بيمر وؤ اؤ هغه په دغه ميچ کې دبال کولو څخه منعې کړل شوى، دعبدالرحمان پځايې فواد عالم ته داوور مکملولو اجازت ورکړل شو.
فائنل ته درسيدو لپاره پاکستان ته دا ميچ گټل ضروري دي اؤ سري لنکا ددريوؤ مسلسلو ميچونو گټلو وروستو فائنل کې ځايې جوړ کړى.
په تير ميچ کې پاکستان هند ته په يوه سخته مقابله کې په يو وکټ ماتې ورکړې وه، په دغه ميچ کې دپاکستان ال راؤنډر شاهد خان افريدي په اخري اوور کې دوه مسلسل چکې وهلې وې اؤ دميچ په گټلو کې يې اهم کردار ادا کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG