لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو سره د سولې په راتلونکي پړاؤ دپاکستان دحکومت اؤ پوځ غور


Qəhirə məhkəməsinin qaşısında ölüm cəzasına məhkum edilən 11 nəfərin ailə üzvləri ilə vəkil arasında dava
Qəhirə məhkəməsinin qaşısında ölüm cəzasına məhkum edilən 11 nəfərin ailə üzvləri ilə vəkil arasında dava
سرچينې وايي دپاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکي په دې خبره د غور کولو دپاره د نهې په ورځ خپلو کې راټول شوي چې ايا طالبانو سره د خبرو اترو دپاره په نوې کميټۍ کې پوځي يا حکومتي لوړ پوړي چارواکي شامل کړل شي که نه؟
د طالبانو اؤ حکومت لۀ لوري د مذاکراتو دپاره ټاکل شوؤ سوله ايزو کميټو تيرو ورځو کې وزيراعظم ميا نوازشريف سره ليدنه کې دهغۀ څخه غوښتنه کړې وه چې دغه دواړه کميټۍ دمذاکراتو دپاره په ډزبندۍ کولو بريالۍ شوي دي اؤ اوس د سولې پځايې کولو دپاره بايد حکومت اؤ پوځ نيغ په نيغه د طالبانو سره خبرې وکړي.
خو په پاکستان کې اپوزيشن گوندونو اؤ څيړنکارو په دغه تجويز کلکې نيوکې کړي اؤ دريځ لري چې د طالبانو سره د پوځ نيغ په نيغه خبرو ته کښينول به په دې معنى وي چې حکومت طالبان د يو قوت په توگه تسليمول اؤ د هغوئ مورال نور هم لوړؤل غواړي.
د سرچينو له مخې د نهې په ورځ دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف پلازمينه اسلام اباد کې دلوړې کچې د يوې غونډې مشري کړې ده چې پکې دهيواد په کورنو امنيتي معاملو اؤ د طالبانو اؤ حکومت ترمينځ دروغې جوړې راوستو لپاره د نوې تجويز شوې کميټۍ د غړو په نومونو غور شوى دى.
دغه غونډه کې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف، دگډو ځواکونو دکميټې مشر راشد محمود، داستخباراتي شبکې( ائي ايس ائي) مشر ليفټننټ جنرل ظهيرالاسلام، چيف اف جنرل سټاف( سي جي ايس) ليفټننټ جنرال اشفاق نديم احمد، وفاقي داخله وزير چوهدري نثار علي خان، ددفاع وزير خواجه اصف اؤ دخزانې وزير اسحاق ډار گډون کړى.
خو د غونډې نور تفيصلات تر دې مهاله مخې ته نۀ دي راغلي .
تيره ورځ يو شخصي ټي وي سره خبرو کې دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان په ډاگه کړې وه چې طالبانو سره دخبرو لپاره راتلونکو دريوؤ ورځو کې ددريوؤ څخه نيولې په څلورو بيوروکراټانو مشتمله ډله به اعلان کړل شي.
چوهدري نثار وئيلي وؤ دغه کميټۍ ته به دپوځ ملاتړ ترلاسه وي خو پکې به يو پوځي چارواکى هم شامل نۀ وي اؤ دغه ډله به طالبانو سره نيغ په نيغه خبرې کوي.
داخله وزير وئيلي وؤ چې پوځ په عملي توگه دوفاق حکومت مددگار دى اؤ په يو پړاؤ يې هم دمذاکراتو عمل کې مداخلت نۀ دى کړى .
هغه زياته وه دغه عمل به دپوځ په ملاتړ سره مخ په وړاندې بوتللى شي.
په عين حال کې دطالبانو دمذاکراتي کميټې غړي مولانا يوسف شاه دنهې په ورځ وئيلي دي چې غيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان فيصله کړې ده چې حکومت سره دمذاکراتو دعمل لپاره به خپله موجوده ډله برقراره ساتي.
طالب مشرانو سره دټيليفوني خبرو وروستو يوسف شاه خبريالانو سره خبرو کې دموجوده کميټۍ دبرقراره ساتل کيدو اعلان کړى اؤ زياته کړې يې ده چې طالبان خبرو کې سنجيده دي اؤ تر دې مهاله ديو لوري څخه هم غوښتنې مخې ته نۀ دي راغلي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG