لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو : دوسله والو بريد کې ديو عسکر پشمول دوه کسان مړۀ


 دپوليسو ترمخه دغه پيښه دزړې دښمنۍ نتيجه وه اؤ وژل شوي دواړه کسان پخپلو کې وروڼو وؤ.
دپوليسو ترمخه دغه پيښه دزړې دښمنۍ نتيجه وه اؤ وژل شوي دواړه کسان پخپلو کې وروڼو وؤ.
دپاکستان دخيبرپښتونخوا په بنو سيمه کې دجمعې په ورځ دوسله والو کسانو په يو بريد کې دمليشه ځواکونو ديو عسکر پشمول دوه کسان وژل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دبنو په جاني خيل سيمه کې دحويد پوليسو دتاڼې په حدودو کې په موټر سائيکل سورو وسله والو ډزې کړي چې له امله يې دايف سي ديو عسکر پشمول دوه کسان وژل شوي دي.
دپوليسو ترمخه دغه پيښه دزړې دښمنۍ نتيجه وه اؤ وژل شوي دواړه کسان پخپلو کې وروڼو وؤ.
سرچينې وائي پيښه کې وژل شوي دواړه کسان ډسټرکټ هيډکوارټرز هسپتال ته رسول شوي دي.
دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې امنيتي ځواکونه رسيدلي اؤ بريد کې دککړو شکمنو کسانو په ضد يې دلټونې عمليات پيل کړي دي.
شمال لويديزه سيمه بنو ، کومه چې قبائيلي سيمې وزيرستان ته نزدې موقعيت لري دخيبرپښتونخوا دسرښار پيښور څخه ١٥٠ کلو ميټره جنوب لويديز لوري ته پرته ده اؤ دغلته په دکال ٢٠١٢م داپريل په مياشت کې دتندلارو لخوا په زندان دبريد يوه پيښه کې ددرې نيمو سوؤ څخه زيات بنديان تښتيدلي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG