لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف وائي حکومت طالبانو سره خبرو کې سنجيده دى


 نواز شريف وويل چې دطالبانو غوښتنې تر غور لاندې دي
نواز شريف وويل چې دطالبانو غوښتنې تر غور لاندې دي
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دزيارت په ورځ وئيلي دي هيواد کې دوينې ديوې قطرې بهيدو پرته دامنيت دټينگښت لپاره پخه اراده لري اؤ حکومت طالبانو سره دمذاکراتو په روان عمل کې سنجيده دى.
وزيراعظم دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې تيره ورځ په اسلام اباد کې دمخالفې سياسي ډلې مشر عمران خان سره ليدنه کې دواړو مشرانو هيواد کې دامنيت دټينگښت پځايې کولو اؤ دترهه گرۍ دخاتمې لپاره دلاسونو يوځايې کولو وروستو طالب مشرانو سره دنيغ په نيغه خبرو لپاره يوه څلور کسيزه کميټي جوړه شوې اؤ نن دټي ټي پي دمذاکراتي ډلې غړي طالب مشرانو سره ليدنې لپاره شمالي وزيرستان ته رسيدلي دي.
سرچينې وائي دپاکستان علماء کونسل دچئيرمين علامه طاهر اشرفي په مشرۍ دمذهبي مشرانو دلسز کسيز هيئت سره ليدنه کې هيواد کې دامن وامان په صورتحال اؤ طالبانو سره دمذاکراتو په عمل غور وشو.
دسرچينو وينا ده په دغه موقع وزيراعظم وويل چې موجوده حکومت هيواد ته دپيښو ستونزو دمخنيوي پخه اراده کړې اؤ دستونزو پخپل مينځي صلاح مشورې سره په هوارولو باور لري.
نواز شريف وويل چې دطالبانو غوښتنې تر غور لاندې دي چې پکې به په نوې حکومتي کميټۍ کې بحث کولى شي.
دهغه وينا وه ټولنه کې دامن اؤ ورورولۍ دفضاء قائمولو لپاره گامونه اخستى شي اؤ زياته يې کړه چې يواځې په اسلامي تعليماتو دعمل کولو سره دتندلاريتوب مخه نيول کيدى شي.
په دغه موقع دپاکستان علماء کونسل چئيرمين حافظ طاهر اشرفي وزيراعظم نواز شريف څخه دطالبانو دغيرجنگيالو کسانو دخوشې کولو غوښتنه وکړه اؤ وزيراعظم هغه ته باور ورکړو چې کوم کسان دترهه گرۍ پيښو کې ککړ نۀ وي هغوي به خوشې کولى شي.
په ډاگه دې وي چې دغه غوښتنه دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان له لوري مخې ته په راغلو غوښتنو کې شامله ده.
خو دپاکستان پوځ له دې وړاندې په يو ليکلي بيان کې دغه غوښتنه پروپيگنډه گرځولې وه اؤ ددې خبرې ترديد يې کړى ؤ چې گنې دطالبانو ښځې اؤ ماشومان يې په ولقه کې دي.
طاهر اشرفي دحکومت څخه غوښتنه وکړه چې دفرقه واريت دله مينځه وړلو لپاره بايد دککړو کسانو په ضد موثره قانوني کارروائي وکړل شي.
ښاغلي اشرفي هيواد دبحرانونو څخه دويستو لپاره دوزيراعظم دهڅو ستائينه وکړه اؤ طالبانو سره دمذاکراتو په معامله يې ورته دپاکستان علماء کونسل دکوټلي ملاتړ باور ورکړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG