لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملاله وايي د خوښې نظام په ټوپک نۀ، په ووټ اؤ جمهوريت پکار دى


ملاله يوسفزئ زياته کړه نن چې دپاکستان حالات په کوم ډگر ولاړ دي ددې ذمه وار گڼ خلک دي اؤ هر څوک بايد د ځان سره سوچ وکړي چي هغوئ د خپله انده د امن دپاره څۀ اؤ څومره کار کړى دى
ملاله يوسفزئ زياته کړه نن چې دپاکستان حالات په کوم ډگر ولاړ دي ددې ذمه وار گڼ خلک دي اؤ هر څوک بايد د ځان سره سوچ وکړي چي هغوئ د خپله انده د امن دپاره څۀ اؤ څومره کار کړى دى
د جينکو د تعليم دپاره په نړيوال کچ غږ پورته کوونکې پښتنې مبارزې ملاله يوسفزئ د پاکستان په وسله والو طالبانو غږ کړى چې هغوئ بايد د وسلو په غورځولو سره د ووټ اؤ جمهوريت له لارې د خپلې خوښې د نظام راوستو لاره ونيسي .
دپاکستان ديو شخصي ټيلي ويژن سره په مرکه کې ملاله يوسفزئ زياته کړې ده پاکستان کې د تعليم دنشتوالي له امله غريبي سيوا شوى اؤ د غريبۍ له امله خلک خرابو لارو ته سميږي.
هغې وويل دا سمه ده چې په پاکستان کې دهشت گردي سيوا شوې ده خو په دغه هيواد کې گڼ داسې خلک شته چې هغوئ ترهگري نۀ امن غواړي اؤ بايد د امن دغه غوښتنې ته غوږ ونيول شي.
پاکستان کې دترهگرۍ د اسبابو عمده علت هغې د تعليم کمى وگرځولو اؤ وئ وئيل چې کۀ چرې په دغه هيواد کې ماشومانو ته ښۀ تعليم ورکړل شي نو هغوئ سره به دا شعور وي چې د ترهگرو په ليکه کې د ورگډيدو په ځايې ځان د هغوئ نه لرې وساتي .
ملاله يوسفزئ زياته کړه نن چې دپاکستان حالات په کوم ډگر ولاړ دي ددې ذمه وار گڼ خلک دي اؤ هر څوک بايد د ځان سره سوچ وکړي چي هغوئ د خپله انده د امن دپاره څۀ اؤ څومره کار کړى دى.
هغې وويل دامن دپاره کۀ چرته حکومت ، پوځ اؤ طالبان کردار ادا کولى شي نو هلته د ټولنې عام وگړي هم کولى شي چې په دغه لړ کې خپلې ذمه وارۍ ترسره کړي.
"کۀ يو بنده شاعر دى هغه کولى شي چې د خپلې شاعرۍ له لارې دامن دپاره غږ پورته کړي، کۀ موسيقۍ سره تړلى دى نو ددغه لارې امن دپاره کار کولى شي، کۀ استاذ دى د تعليم دلارې دامن راوستو هڅې کولى شي ، مطلب هرڅوک چې وغواړي کردار ترسره کولى شي "
ملاله يوسفزئ وويل د هغې د خيالاتو سره کۀ څوک اختلاف لري، نو دايې حق دى خو د اختلاف په اساس بايد د يوبل څخه کرکه ونۀ کړل شي .
هغې وويل مونږ ته به د پرمختگ دپاره د يو بل د زغملو حوصله اؤ د نفرتو حوصله شکني پکار وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG