لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپيښور څخه وروستو کوئټه هم بمي چاودنې لړځولې،10 مړۀ 35 ژوبل


د کوئټې د پوليسو مشر يا ايس ايس پي جعفرخان دپيښې ځايې کې خبريالانو سره د خبرو په مهال په دغه چاودنه کې د 10ؤ کسانو د وژل کيدو اؤ 35ؤ نورو د ژوبل کيدو پخلى کړى
د کوئټې د پوليسو مشر يا ايس ايس پي جعفرخان دپيښې ځايې کې خبريالانو سره د خبرو په مهال په دغه چاودنه کې د 10ؤ کسانو د وژل کيدو اؤ 35ؤ نورو د ژوبل کيدو پخلى کړى
د جمعې په ورځ د خيبرپښتونخوا صوبې په سرښار پيښور کې په پوليسو د ترسره شوې خودکش حملې څخه يواځې څو ساعته وروستو د بلوچستان ايالت په سرښار کوئټه پرنس روډ کې هم يوه زورداره بمي چاودنه ترسره شوې چې پکې د لمړيو اطلاعاتو په اساس 10 کسان وژل شوي اؤ 35 نور ژوبل شوي دي.
په پاکستان کې په يوه ورځ د بمي چاودنو اؤ خودکش حملو دغه پيښې په داسې حال کې رامينځته شوي چې ددغه هيواد دننه وسله والو طالبانو اؤ حکومت يو بل سره تر يوې مياشتې د ډزبندۍ اعلان کړى اؤ دواړه خواوې د امن ټينگولو دپاره په مذاکراتو بوختې دي.
د جمعې په ورځ د بلوچستان ايالت په پرنس روډ د سائنس کالج چوک سره يوه زورداره بمي چاودنه وروستو له هغې وشوه چې په پيښور کې يواځې درې ساعته وړاندې په پوليسو ترسره شوي يوه خودکش حمله کې 8 کسان مړۀ اؤ د 40 ؤ څخه زيات نور ژوبل کړى شول.
د سرچينو له مخې دغه چاودنه په يو سائيکل پسې د تړل شوؤ بارودي موادو د چاوديدو له امله شوې ده .
سرچينې وائي سائيکل د سائنس کالج سره نزدې په هغه سړک ودرؤل شوى وؤ په کوم چې دمليشه ځواکونو يا ايف سي کاروان تيريدو خو په دغه چاودنه کې امنيتي عسکرو ته کوم نقصان نۀ دى رسيدلى.
د کوئټې د پوليسو مشر يا ايس ايس پي جعفرخان دپيښې ځايې کې خبريالانو سره د خبرو په مهال په دغه چاودنه کې د 10ؤ کسانو د وژل کيدو اؤ 35ؤ نورو د ژوبل کيدو پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي د پيښې په اړه چټک پلټنې روانې دي ، کله هم چې نور معلومات مخې ته راشي نو د ميډيا د ﻻرې به اولس سره شريک کړل شي.
په پيښه کې د وژل شوؤ کسانو مړي اؤ زخميان نزدې روغتون ته رسؤل شوي اؤ په روغتون کې بيړنى وضعيت پځايې کړل شوى دى.
د ميډيا راپورونو له مخې په ژوبل شوؤ کسانو کې هم د زياترو حالت مرگونى دى چې له دې امله د مړو شمير کې د زياتوالي انديښې ښودل کيږي.
په پاکستان کې د امن مذاکراتو اؤ ډزبندۍ په مهال په يوه ورځ دپيښور اؤ کوئټې د چاودنو دغه د حکومت اؤ تندروه وسله والو ترمينځ د جوړجاړي هڅې په خطره کې اچولي دي ځکه چې د پاکستان د کورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان د وړاندې څخه طالبانو ته خبردارى ورکړى ؤ چې کۀ هغوئ د هيواد په هره برخه کې امنيتي ځواکونه په نخښه کوي ځواب به يې ورته د طالبانو په هيډ کوارټر کې ورکولى شي.
هرڅو کۀ پاکستاني طالبانو تر دې مهاله ددغو دواړو پيښو ذمه واري نۀ ده قبوله کړې خو څيړونکي وايي چې د امن په روانو خبرو به دغه پيښې ډيره بده اغيزه ځکه کوي چې دپاکستان د حکومت څخه به ارومرو اوس دا پوښتنه کيږي چې هر کله طالبانو سره د مذاکراتو باوجود هم د بېگناه اولس د وينو توئيدو لړۍ نۀ تم کيږي نو بيا طالبانو سره مذاکرات اخر د کوم مقصد دپاره کولى شي ؟
په پيښور اؤ کوئټه کې د ترسره شوؤ دغو دواړو چاودنو څخه وروستو د پاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف کۀ هر څو ددغو پيښو په سختو ټکو کې غندنه کړې ده خو دپاکستان حکومت يا پوځ نه ده واضحه کړې چې له دې وروستو به يې د امن پځايې کولو دپاره تگلاره څه وي؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG