لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرتاج عزيز وائي دامن نۀ غوښتونکو تندروه ډلو په ضد به گامونه اخستى شي


سرتاج عزيز وئيلي دي طالبانو سره دروانو مذاکراتو مقصد هيواد څخه دترهه گرۍ خاتمه ده
سرتاج عزيز وئيلي دي طالبانو سره دروانو مذاکراتو مقصد هيواد څخه دترهه گرۍ خاتمه ده
دقومي سلامتۍ په اړه دپاکستاني وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز وئيلي دي دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستن سره دمذاکراتو دروان عمل مقصد هيواد کې دامنيت ټينگښت دى.
برطانوي خبري اژانس سره يوه مرکه کې سرتاج عزيز وئيلي دي طالبانو سره دروانو مذاکراتو مقصد هيواد څخه دترهه گرۍ خاتمه ده اؤ که حکومت ته محسوس شوه چې دتندلارو ځينې ډلې امن نۀ غواړي نو دهغوې په ضد به گامونه اخستى شي.
ښاغلي عزيز وئيلي دضرورت په پيښيدو به دامنيت دټينگښت لپاره دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان يا دهيواد هره هاغه برخه کې چرته چې تندلاري موجود دي، عمليات کولى شي.
تيره ورځ دپاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور اؤ دناقراره صوبې بلوچستان په کوئټه ښار کې ترسره شوې يوه ځانمرگي حمله اؤ بمي چاؤدنه کې د٢٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ اؤ داطلاعاتو ترمخه ددغو بمي چاؤدنو مسؤليت داحرارالهند په نوم يوه تندروه ډلې په غاړه اخستى.
باور کيږي احرارالهند دپاکستاني طالبانو دتحريک څخه بيله شوې هاغه ډله ده چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو پلوي نۀ ده اؤ دغه ډلې څو اوونۍ مخه پايتخت اسلام اباد کې په يو عدالت دشوې هاغه بمي چاؤدنې ذمه واري هم په غاړه اخستې وه چې پکې ديو جج پشمول د١٠ؤ څخه زيات کسان وژل شوي وؤ.
سرتاج عزيز وويل پاکستان په سيمه ييز کچ داسې تگلارې ته دودې ورکولو هڅه کوي چې ترمخه يې افغان اولس ته دخپلې خوښې سره سم دحکومت چلولو موقع په لاس ورشي.
ښاغلي عزيز دا هم وئيلي چې امريکا دپاکستان په خاوره په ترهه گرو کيدونکې حملې دپاکستان په وينا نۀ دي اودرولي ، خو په دغه اړه يې دوزيراعظم په دريځ ضرور ځان پوهه کړى.
سرتاج عزيز وئيلي دامريکا دتير سفر په مهال وزيراعظم نواز شريف دامريکا صدر براک اوباما خبر کړى ؤ چې دغه حملې بې گټې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG