لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پرويز رشيد: دبندي ښځو اؤ ماشومانو په اړه معلومات ترلاسه کولىشي


پرويز رشيد وويل دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ روانې دجوړجاړي خبرې اوس مهال په ابتدائي پړاؤ کې دي
پرويز رشيد وويل دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ روانې دجوړجاړي خبرې اوس مهال په ابتدائي پړاؤ کې دي
داطلاعاتو اؤ نشرياتو مرکزي وزير سينيټر پرويز رشيد وئيلي دي په سرکاري ادارو کې دبندي ښځو اؤ ماشومانو په اړه معلومات ترلاسه کولى شي.
اسلام اباد کې ميډيا سره خبرو کې پرويز رشيد وويل ټول سياسي گوندونه طالبانو سره دخبرو په اړه يو موټى دي اؤ زياته يې کړه چې دکورنۍ سلامتۍ دتگلارې په اړه صوبو مهم کردار ادا کړى دى.
داطلاعاتو وزير وويل دغيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان خبرې اترې دپنجاب نۀ بلکې دپاکستان معامله ده
هغه وويل دطالبانو له لوري شوې غوښتنې حکومت ته رسول اؤ حکومتي دريځ په غوره انداز کې دطالبانو کميټۍ ته رسول يې مسؤليت دى.
پرويز رشيد وويل دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ روانې دجوړجاړي خبرې اوس مهال په ابتدائي پړاؤ کې دي اؤ په دغو خبرو کې به دپنجاب دپخواني وژل شوي گورنر سلمان تاثير اؤ پخواني وزيراعظم يوسف رضا گيلاني دځامنو پشمول به دهاغه تن په راخوشې کولو بحث کيږي چې دهغوي(طالبانو) له لوري تښتول شوي.
په عين حال کې دپاکستاني طالبانو دتحريک يو وياند وئيلي حکومت سره په مذاکراتو بوختې دطالبانو کميټۍ ته يې دغيرعسکري بنديانو فهرست ورکړى.
تيره ورځ دپاکستان ددفاع وزير خواجه اصف پخپل يو بيان کې وئيلي وؤ چې دامنيتي ځواکونو په بند کې هيڅ ښځه يا ماشوم موجود نۀ دى، خو طالب وياند دخواجه اصف ددغه څرگندونو په ردعمل کې وئيلي چې ددفاع وزير ته دپټو حراستي مرکزونو داصل شميرې اؤ دهغې دځائيونو په اړه علم نشته،نو پکې دموجودو کسانو په اړه به ورته څه معلومات وي.
له دې وړاندې دپاکستاني پوځ مطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) هم پخپل يو بيان کې دامنيتي ځواکونو په بند کې دطالبانو دښځو يا ماشومانو دموجودگۍ په اړه دعوه بې اساسه گرځولې وه اؤ ددې ترديد يې کړى ؤ.
شمالي اؤ جنوبي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دپوځ له لوري دجنگي الوتکو څخه دبمبارۍ اؤ پاکستان دوفاقي کابينې له لوري طالبانو څخه په غيرمشروط ډول په يو اړخيزه توگه دجنگ بندۍ د غوښتنې وروستو طالبانو دروانې مياشتې په لمړۍ نيټه حکومت سره ديوې مياشتې لپاره داوربند اعلان کړى اؤ ددې په ځواب کې دپاکستان مرکزي حکومت هم دطالبانو په ضد قبائيلي سيمو کې فضائي حملې اودرولي.
خو ددې باوجود دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې دبمي چاؤدنو، ځانمرگي بريدونو اؤ دتشدد پيښې دوامداره دي چې پکې دزياترو ذمه واري يوې تندروه ډلې احرالهند په غاړه اخستې.
دپاکستان حکومت دريځ لري کومې تندروه ډلې چې مذاکرات نۀ کوي دهغوي په ضد به گامونه اخستى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG