لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په روس نورو بنديزونو لگولو ته چمتو يو:جان کيري


جان کيري وئيلي دروس دگامونو له امله په يوکرين کې دبې ثباتۍ خطره ده
جان کيري وئيلي دروس دگامونو له امله په يوکرين کې دبې ثباتۍ خطره ده
دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري وئيلي دي هيواد يې ديوکرين څخه د کرائميا دجلا کولو اؤ دخپلې برخې په جوړولو دروس په ضد نورو بنديزونو لگولو ته چمتو دى.
دښاغلي کيري له لوري دغه بيان په داسې حال کې مخې ته راغلى چې امريکائي صدر براک اوباما دماسکو په ضد داقتصادي بنديزونو سيوا کولو اعلان کړى، ددغو بنديزونو څخه په اغيزمنو کسانو کې دروس ٢٠ قانون جوړونکي اؤ لوړپوړو چارواکي شامل دي.
وائس اف امريکا فارسي سروس سره يوه ځانگړې مرکه کې جان کيري وئيلي دروس دگامونو له امله په يوکرين کې دبې ثباتۍ خطره ده.
کيري وويل امريکا به کوم هيواد ته ددوهمې نړيوالې جگړې څخه وروستو دورلډ ارډر اؤ بين المللي ځاندرې دتباه کولو اجازت نۀ ورکوي اؤ زياته يې کړه ددروس په صدر ولاديميرپوټن اړه لري چې هغه څنگه پرمختگ کوي.
که هغه غيرقانوني اؤ پارونکې هلې ځلې دوامداره ساتي نو مونږ به ددې په ځواب کې دسختو بنديزونو لگولو لپاره تيار يو
هغه وويل زۀ نۀ گڼم چې دا دچا په گټه کې ده، تر ټولو وړاندې دا دچا په گټه نۀ ده چې دروس له لوري دپوځيانو ليږلو يا دنور تاؤتريخوالي سره يوکرين کې صورتحال نور هم خطرناک جوړ کړى شي
هغه زياته کړه دصورتحال دښه کولو پځايې خرابول دچا په گټه هم نۀ دي.
خارجه وزير وويل هغه نۀ گڼي چې گنې ديوکرين په معامله به دامريکا اؤ روس ترمينځ تاؤتريخوالى دايران دجوهري پروگرام پشمول په نورو بين المللي چارو اغيزه وکړي.
زۀ گڼم چې مذاکرات دنړۍ لپاره، دايراني اولس اؤ زمونږ داړيکو دراتلونکي لپاره زيات ارزښت لري،زۀ فکر کووم په دغه هواري کې روس هم ژوره دلچسپي اخستې اؤ ځکه هغه دايران سره دجوهري پروگرام په تړون دنړيوالو قوتونو دهڅه برخه ده.
لويديز هيوادونه په ايران ديورينيم دغني کولو دپروگرام دجوهري وسلو لپاره دکارولو تور لگوي ، خو تهران دغسې تورونه ردوي.
جان کيري وويل هغه هيله لري امريکا اؤ بين المللي ورورولي دايران په اړه معاملې پرته له اختلاف څخه هوارولى شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG