لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دکابل په سرينا هوټل بريد سره لاتعلقي ښودلې


 پخپل بيان کې دخارجه دفتر وياندې وئيلي بايد په فوري ډول په پاکستان دتور لگولو رجحان غيرمددگار دى
پخپل بيان کې دخارجه دفتر وياندې وئيلي بايد په فوري ډول په پاکستان دتور لگولو رجحان غيرمددگار دى
پاکستان تيره اوونۍ دکابل په سرينا هوټل شوى ترهه گريز بريد غندلى اؤ وئيلي يې دي اؤ ددغه بريد سره يې دلاتعلقۍ څرگندونه کړې ده.
دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې دا زياته دپريشانۍ وړ خبره ده چې دکابل په هوټل شوې حمله کې دهغوي دککړولو هڅې کيږي.
دکابل په سرينا هوټل ترسره شوې دغه حمله کې ٩ کسان وژل شوي وؤ.
داتوار په ورځ افغانستان وئيلي وؤ چې دکابل په سرينا هوټل دشوې حمله منصوبه بندي دهيواد څخه بهر شوې وه ، کومه چې دپاکستان په لوري يوه باالواسطه اشاره وه.
پخپل بيان کې دخارجه دفتر وياندې وئيلي بايد په فوري ډول په پاکستان دتور لگولو رجحان غيرمددگار دى اؤ بايد اودرول شي اؤ زياته کړې يې ده چې پاکستان ددغه بريد دوړاندې څخه غندنه کړې چې پکې گڼ شمير بې گناه خلک مړۀ شوي دي.
تسنيم اسلم وائي چې په دغه حمله کې يو پاکستانى هم ژوبل شوى چې علاج يې روان دى.
تسنيم اسلم وائي ددغه خفيه کارروايۍ سره هغوي هيڅ تعلق نۀ لري، بايد دپيښې څخه وروستو په پاکستان دتور لگولو رجحان په فوري ډول ختم کړل شي.
ويانده وائي دافغانستان دداخله وزارت له لوري ورته تحريک طالبان پاکستان سره دروان مذاکرتو په عمل دانديښنې په څرگندونه حيرانتيا شوې ځکه چې افغان قيادت ددغه عمل ملاتړ کړى.
تسنيم اسلم وائي ترڅو چې دافغانستان دټاکنو تعلق دى نو پاکستان دوړاندې څخه افغانستان کې دروڼ انده ټاکنو دهڅو ملاتړ کړى دى.
هغې زياته کړه پاکسان دافغانستان سره په مثبتو اؤ دخپل مينځي گټو په اړيکو باور لري خو ددې لپاره دښه ماحول ضرورت دى.
د١٩٩٠ء په لسيزه کې پاکستان دافغان طالبانو ستر پلوي پاتې شوى اؤ افغان چارواکي انديښنه لري چې ددغه هيواد داستخباراتي شبکو اؤ طالبانو دتحريک ترمينځ اوس هم اړيکې موجودې دي.
اين ايس سي وئيلي وؤ چې په سرينا هوټل دڅلورو کم عمرو وسله والو له لوري شوې حمله په اصل کې دبهرنو خفيه ايجنسو کار ؤ ، چې دغه جمله عموماً دگاونډي هيواد پاکستان لپاره کارول کيږي.
کونسل پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې عيني شهادت، ابتدائي معلومات اؤ تجزيې ښائي چې دغه ترهه گريز بريد نيغ په نيغه دبهرنو خفيه ايجنسو له لوري ترسره شوى.
بيان کې وئيل شوي د(نيشنل ډائريکټوريټ اف سيکورټي) يوه بله اطلاع په ډاگه کوي چې له دې وړاندې يو پاکستانى سفارت کار دکابل سرينا هوټل ددې دسپورټ کلب کارولو لپاره داخل شوى ، هغه دهوټل دکوراډورز فلم جوړ کړو چې دهوټل عملې پرې اعتراضونه وکړل.
اين ډي ايس دافغانستان مرکزي استخباراتي اداره ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG