لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل کې دټاکنو د کميشن په دفتر ځانمرگي حمله


 دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند وائي په سيمه کې دوه چاؤدنې رامينځته شوې
دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند وائي په سيمه کې دوه چاؤدنې رامينځته شوې
په داسې حال کې چې افغانستان کې صدارتي ټاکنو ته ددوؤ اوونو څخه هم کم وخت پاتې شوى دنهې په ورځ ددغه هيواد په پلازمينه کابل کې په افغان انتخابي کميشن يو ځانمرگي بريد ترسره شوى.
دافغانستان دکورنو چارو دوزارت وياند وائي په سيمه کې دوه چاؤدنې رامينځته شوې اؤ دافغان عسکرو اؤ بريدکوونکو ترمينځ جگړه اوس هم روانه ده ، خو په سمدستي ډول نۀ ده په ډاگه شوې چې دغه بريد کې دککړو تندلارو شميره څومره ده.
طالبانو ددغه بريد مسؤليت په غاړه اخستى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد په يو بيان کې وئيلي دهغوي دډلې ځانمرگيان ددرنو چاؤدنو کولو وروستو داليکشن کميشن دفتر ته داخل شوي.
طالبانو دمخه په ٥م اپريل دکيدونکو ټاکنو په مهال دخنډانو راولاړولو خبردارى ورکړى اؤ خپلو جنگيالو ته يې درايې په عمله، رايې اچوونکو اؤ امنيتي ځواکونو دبريدونو کولو وينا کړې ده.
دپلازمينې په دارالامان سيمه کې دانتخابي کانديد اشرف غني دکور سره نزدې د يو ازاد انتخابي کميشن په دفتر کې دچاؤدنو غږونه اوريدل شوي.
دکابل دپوليسو وياند حشمت ستانکزئي ددغه پيښې په اړه وئيلي دي چې نزدې يوولس نيمې بجې يوځانمرگي په دارالامان سيمه کې دټاکنو دخپلواک کميشن ديو دفتر په دروازه کې ځان الوځولى اؤ بيا گڼ شمير جنگيالي ودانۍ ته ننوتلي.
دافغانستان دداخله وزارت وياند صديق صديقي وئيلي بريد کې ژوبل شوي دوه اولسي وگړي دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
دتير زيارت په ورځ هم دکابل په سرينا هوټل دڅلورو کم عمرو جنگيالو له لوري بريد ترسره شوى ؤ چې پکې دبهرنيانو پشمول ٩ کسان وژل شوي وؤ اؤ ددغه بريد مسؤليت طالبانو په غاړه اخستى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG