لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دصدر کرزي لخوا په سيمه ييزو هيوادونو سولې اؤ امنيت لپاره دهمکارۍ غږ


” دسيمه ييزو هيوادونو ترمينځ دمرستې پرته ترهه گري نۀ شي ختميدى. “
” دسيمه ييزو هيوادونو ترمينځ دمرستې پرته ترهه گري نۀ شي ختميدى. “
دزيارت په ورځ افغان صدر حامد کرزي دامنيت دټينگښت اؤ دترهه گرۍ دستونزې دمخنيوي لپاره دسيمه ييزو هيوادونو ترمينځ دهمکارۍ غږ کړى دى.
دنوروز دنړيوال جشن دنمانځلو په اړه کابل کې يوې دستورې ته دوينا په مهال افغان صدر حامد کرزي وويل دسيمه ييزو هيوادونو ترمينځ دمرستې پرته ترهه گري نۀ شي ختميدى. اؤ زياته يې کړه چې دترهه گرۍ اؤ نورو ستونزو دله مينځه وړلو لپاره بايد خپل مينځي همکاري دوامداره وساتلى شي.
په دغه دستوره کې دپاکستان صدر ممنون حسين، دايران صدر حسن روحاني، دتاجکستان صدر امام علي رحمان اؤ نورو مشرانو گډون کړى ؤ.
ممنون حسين تيرکال دپاکستان دصدر دټاکل کيدو وروستو په لمړي ځل کابل ته تللى اؤ هغه دافغانستان دغه سفر په داسې حال کې کړى چې تيره اوونۍ دکابل په سرينا هوټل بريد کې د٩ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو افغانستان تور لگولى ؤ ددغه حملې منصوبه بندي دهيواد څخه بهر شوې وه اؤ پکې ديو بهرني هيواد خفيه اداره ککړوه چې باوري کيږي دغه اشاره دپاکستان په لوري وه.
خو دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وروستو بيا دکابل په هوټل دشوي بريد غندنه وکړه اؤ پکې يې دځان دککړتيا په اړه تورونه رد کړل.
حامد کرزي وويل دجنوبي ايشياء هيوادونه په داسې سيمه کې موقعيت لري چرته چې زياتې قدرتي موجودې دي خو ځينې ستونزې دهغوي دپرمختيا اؤ خوشحالۍ لاره نيسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG