لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دواکمن گوند دمشرانو لخوا نواز شريف ته دمشرف دبهر نۀ پريښودو مشوره


 سرچينې وائي غونډه کې طالبانو سره دمذاکراتو په روان عمل اؤ په دغه اړه دراتلونکي په تگلاره بحث شوى
سرچينې وائي غونډه کې طالبانو سره دمذاکراتو په روان عمل اؤ په دغه اړه دراتلونکي په تگلاره بحث شوى
راپورونه وائي دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف ته دواکمن گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) مشرانو دنهې په ورځ اسلام اباد کې دترسره شوې يوې غونډې په مهال دپخواني پوځي واکمن جنرال(ر) پرويز مشرف هيواد څخه دبهر نۀ پريښودو مشوره ورکړې ده ، خو په دغه اړه به غوڅه پريکړه نن په يوه بله غونډه کې کيږي.
دپاکستاني وزيراعظم ميا نواز شريف په مشرۍ دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) دسينئر مشرانو يوه مهمه غونډه پلازمينه اسلام اباد کې ترسره شوې چې پکې طالبانو سره دمذاکراتو په عمل تر دې مهاله په شوي پرمختگ اؤ دپخواني پوځي واکمن جنرال(ر) پرويز مشرف دنوم اي سي ايل څخه دويستو په خواست غور شوى.
دغه غونډه کې ددفاع وزير خواجه اصف، دکورنو چارو وزير چوهدري نثار، داطلاعاتو اؤ نشرياتو وزير پرويز رشيد هم موجود دي.
سرچينې وائي غونډه کې طالبانو سره دمذاکراتو په روان عمل اؤ په دغه اړه دراتلونکي په تگلاره بحث شوى
دسرچينو وينا ده چې غونډه کې دپخواني صدر جنرال(ر) پرويز مشرف دنوم اي سي ايل څخه په ويستو هم غور شوى اؤ دواکمن گوند پاکستان مسلم ليگ(ن) مشرانو وزيراعظم نواز شريف ته دپخواني پوځي واکمن جنرال(ر) پرويز مشرف هيواد څخه دبهر نۀ پريښودو مشوره ورکړې ده
خو په دغه اړه به غوڅه پريکړه نن ماښام ترسره کيدونکې يوه بله مشاورتي غونډه کې کولى شي.
تيره ورځ يوې ځانگړې محکمې وئيلي وؤ چې په اي سي ايل کې يې دپرويز مشرف نوم نۀ دى اچولى بلکې دغه نوم وفاقي حکومت په ايگزټ کنټرول لسټ کې اچولى اؤ هم حکومت به يې دويستو پريکړه کوي.
چې له دې وروستو پخواني صدر اي سي ايل څخه دخپل نوم دويستو خواست ورکړى ؤ، ترڅو هغه دخپلې ناروغه مور دتپوس لپاره بهر هيواد ت لاړ شي.
راپورونه وائي اسلام اباد کې ترسره شوې دغه غونډه کې دهيواد په مجموعي سيال صورتحال بحث شوى دى.
بل لوري ته وزيراعظم نواز شريف طالبانو سره په خبرو اترو اؤ د قومي سلامتۍ په چارو دغور لپاره نن غرمه يوه مهمه غونډه راغوښتې چې پکې به دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف،ډي جي ائي ايس ائي ليفټننټ جنرال ظهيرالاسلام، ددفاع وزير خواجه اصف، داخله وزير چوهدري نثار اؤ دوزيراعظم ځانگړى مرستيال طارق فاطمي گډون کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG