لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب : عيسائي ښځې اؤ خاوند ته درسالت په سپکاوي دمرگ سزا اورؤل شوې


 هغه دعوه کړې چې دغو وکيلانو وئيل که چرې جج دغه عيسائي جوړه گرمه ونۀ گرځوي نو هغوي دممتاز قادري جوړيدو خواهش لري
هغه دعوه کړې چې دغو وکيلانو وئيل که چرې جج دغه عيسائي جوړه گرمه ونۀ گرځوي نو هغوي دممتاز قادري جوړيدو خواهش لري
دلاهو ديوې محکمې له لوري يو عيسائي تن ساون مسيح ته دمرگ دسزا اورول کيدو وروستو دجمعې په ورځ دپنجاب دټوبه ټيک سنگهـ سيمې يو عدالت يو بل عيسائي تن اؤ دهغه ښځې ته درسالت په سپکاوي دمرگ سزا اورولې ده.
په عدالت کې سزا سره د مخ شوي شفقت اؤد هغۀ د ميرمنې شگفته کوثر د وکيل نديم حسن ترمخه ايډيشنل سيشن جج ميا عامر حبيب دغه فيصله دسخت فشار لاندې اورولې ده اؤ دعوه يې کړې چې استغاثه ددغه عيسائي جوړې په ضد په کوټلو ثبوتونو وړاندې کولو کې ناکامه شوې ده.
ايډوکيټ نديم حسن ميډيا ته وئيلي دي چې ددرخواست ورکوونکو وکيل توقير اشرف ايډوکيټ اؤ ځينو نورو اسلام خوښو وکيلانو په ډاگيز ډول جج تر فشار لاندې راوستى اؤ زياته کړې يې ده چې دجمعې په ورځ دغو وکيلانو درسالت دسپکاوي کوونکو لپاره دمرگ دسزا ورکولو په اړه دقران پاک څخه ايتونه لوستل.
هغه دعوه کړې چې دغو وکيلانو وئيل که چرې جج دغه عيسائي جوړه گرمه ونۀ گرځوي نو هغوي دممتاز قادري جوړيدو خواهش لري.
ممتاز قادري هغه پاکستانى پوليس عسکر ؤ چې د پنجاب صوبې گورنر سلمان تاثير يې د رسالت د سپکاوي په تور هاغه مهال وژلى ؤ چې ددۀ په حفاظت مامور ؤ.
د٤٣ کلن عيسائي تن شفقت ، څوک چې معذوره هم ښودل کيږي اؤ دهغه دښځې ، څوک چې په يو مقامي مشنري سکول کې دصفايۍ کولو کار کوي، په ضد کيس په ٢٠م جون ٢٠١٣م کې گجرا پوليس تاڼې درج کړى ؤ.
ددغو دواړو ښځې اؤ خاوند په ضد يو دوکاندار ملک محمد حسين اؤ دگوجره تحصيل بار ايسوسي ايشن پخواني صدر انور منصور گورايه رپورټ درج کړى ؤ اؤ دعوه يې کړې وه چې دغو دواړو ښځې اؤ خاوند ورته درسالت په سپکاوي مشتمل دموبائيل ټيکسټ مسيجونه ورليږلي وؤ.
دکوم نمبر څخه چې مسيجونه ليږل شوي وؤ هغه په شکمنه توگه دشگفتې په نوم په ١٨م جون ٢٠١٣م کې درج شوى ؤ، دغه جوړه په ٢٠م جون نيول شوې وه اؤ په بله ورځ دټوبه ټيک سنگهـ ضلعي جيل ته ليږل شوې وه.
دهغوي وکيل وائي چې پوليس ديادې شوې جوړې دقبضې څخه دSIM په برامد کولو کې ناکام شوي
دحسن وينا ده چې دابتدائي تحقيقاتو په مهال شگفتې پوليسو ته وئيلي وؤ چې دهغې سيل فون ديوې مياشتې راهسې ورک ؤ اؤ ورته نۀ وه معلومه چې دغه شکمن مسيجونه چا ليږلي ، خو ددې باوجود دگوجره پوليسو تاڼې دغه جوړه سره دخپلو څلورو ماشومانو ونيوله اؤ فشار يې پرې راوړو چې دداسې چا نوم دې واخلي چې دغه مسيجونه يې ليږلي وي.
حسن دعوه کړې چې دځينو مُليانو له لوري دراجمع کړل شوؤ پاريدلو خلکو دتسکين لپاره پوليسو دشگفتې په خاوند شفقت زور راوړو چې هغه دې درسالت دسپکاوي دمسيجونو ليږل ومني.
هغه دعوه کړې چې پوليسو ديو جوډيشل مجسټريټ په وړاندې داقبال جرم په غرض شفقت ته سزا ورکړې خو دغه معذوره تن وروستو عدالت ته دبوتلل کيدو په مهال دخپل بيان څخه واوړيدو.
دشفقت دملا تير په ٢٠٠٤م کې په يوه حادثه کې مات شوى ؤ اؤ ددغه وخت څخه راپديخوا دبدن دلاندينۍ برخې دنقص له امله هغه تر يو وهيل چئير پورې محدود شوى،
ددغه پيښې څخه را په ديخوا شگفته دخپلو څلورو ماشومانو لپاره دروزۍ روټې گټلو يواځينۍ وسيله وه، دهغوي دماشومانو نومونه ايمبروز، دانش، سارا اؤ عامر ښودل شوي دي.
دعيسائي جوړې وکيل وائي چې هغوي به دفيصلې دتفصيلي نقل ترلاسه کولو وروستو دغه فيصله په هائيکورټ کې چيلنج کوي.
په پاکستان کې داقليتي عيسويانو په ضد دغه لمړى کيس نۀ دى، له دې وړاندې هم دعيسايانو په ضد درسالت دسپکاوي دمسيجونو په اساس درې کيسونه درج کړل شوي دي.
په مئ کال ٢٠٠٦م کې قمر ډيوډ کراچۍ کې بيلا بيلو ديني مشرانو ته دسپکاوي دمسيجونو په ليږلو تورن کړل شوى ؤ، په هغه فرورۍ کال ٢٠١٠م کې فردجرم لگول شوى ؤ اؤ په ١٥م مارچ ٢٠١١م کې په زندان کې مړ شوى ؤ.
جنوري کال ٢٠٠٩م کې هيکټر عليم اؤ بشارت کهوکهر هم دمسلمانانو دمذهبي جذباتو دمجروحه کولو په مسيجونو ليږلو تورن کړل شوي وؤ، هغوي ددغه جرم څخه په ٣١مه مئ کال ٢٠١١م کې بري کړل شوي وؤ.
همدغه شان شپاړس کلن ريان هم په ١٠م اکتوبر ٢٠١٢م کې کراچۍ کې دسپکاوي په مسيجونو ليږلو تورن کړل شوى، دغه تن وروستو له هغې دهيواد څخه تښتيدلى چې دمسلمانانو يوې پاريدلې ډلې دهغوي کور وسوځولو.
پاسټر ظفر بهټي هم په ١١م نومبر کال ٢٠١٢م کې په دغسې جرم تورن کړل شوى ؤ، دوه مسلمانان عبدالستار اؤ عرفان رفيق هم په دغسې مسيجونو ليږلو تورن کړل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG