لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوربند کې په پراختيا کولو طالب مشران ويشل شوي


طالبانو په اوسنۍ غونډه کې په حکومت دغيرسنجيدگۍ تورونه لگولي اؤ تر دې چې ځينو طالب کمانډرانو حکومت سره دجنگ بندۍ دختمولو غږ کړى
طالبانو په اوسنۍ غونډه کې په حکومت دغيرسنجيدگۍ تورونه لگولي اؤ تر دې چې ځينو طالب کمانډرانو حکومت سره دجنگ بندۍ دختمولو غږ کړى
دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ داوربند دنيټې دختميدو څخه يوه ورځ وروستو دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دپاکستاني طالبانو دشورا يوه مهمه غونډه ترسره شوې چې پکې دځينو طالب کمانډرانو له لوري حکومت سره دامن په خبرو دانديښنې څرگندونه شوې ده.
يوې امريکايي ورځپاڼې هم تيره ورځ پخپل راپور کې دعوه کړې وه چې دپاکستان پوځ هم د حکومت لۀ لوري د طالب بنديانو په پريښودو خفه دى .
راپورونه وائي وزيرستان کې دترسره شوې دغه غونډې په مهال په سيمه کې بې پائيلټه امريکائي جاسوسي الوتکو(ډرون) ښکتنه الوتنې کولې چې ورسره په مقامي خلکو کې ويره ترهه خوره شوې وه
دمارچ په لمړۍ نيټه طالبانو حکومت سره ديوې مياشتې لپاره داوربند اعلان کړى ؤ اؤ دحکومت له لوري دځينو طالب بنديانو دخوشې کيدو داطلاعاتو مخې ته دراتللو وروستو طالبانو داوربند موده د١٠م اپريل پورې غځولې وه.
که هر څو دپاکستان حکومت طالبانو سره مذاکراتو کې دپرمختگ دعوې کوي خو راپورونه وائي چې دهيواد طاقتور پوځ دنواز شريف دحکومت لخوا په يو اړخيزه توگه دطالب بنديانو په خوشې کولو خوښ نۀ دى اؤ دطالبانو له لوري هم په اوسنۍ غونډه کې په حکومت دغيرسنجيدگۍ تورونه لگول شوي اؤ تر دې چې ځينو طالب کمانډرانو حکومت سره دجنگ بندۍ دختمولو غږ کړى دى.
دطالبانو له لوري چې حکومت سره دامن خبرو اترو دمخ په وړاندې بوتللو لپاره کومې دوه غوښتنې مخې ته راغلي په هغې کې لمړى دهغوي دبندي ښځو اؤ ماشومانو پشمول د٨٠٠ؤ بنديانو خوشې کول اؤ قبائيلي سيمه يوه پرامنه ساحه گرځول شامل دي ترڅو دهغوي جنگيالي دغلته په ازادانه ډول تگ راتگ وکړل شي.
اوربند کې د١٠م اپريل پورې دپراختيا داعلان کولو په مهال طالب وياند شاهدالله شاهد وئيلي وؤ چې هغوي به دغه موده کې دحکومت له لوري دهغوي دطالبانو دخوشې کولو په اړه (مثبت) ځواب ته انتظار کوي.
دپاکستان حکومت وائي چې هغوي تيره مياشت نزدې ١٩ غيرعسکري بنديان خوشې کړي اؤ په راتلونکو ورځو کې به نور ١٣ بنديان هم خوشې کړي ، اؤ دعوه يې کړې چې په خوشې کړل شوؤ بنديانو کې ځينې هاغه هم شامل دي چې دطالبانو لخوا حکومت ته په ورکړل شوي فهرست کې يې نومونه شامل وؤ، خو دطالبانو له لوري تر دې دمه په واضحه ډول نۀ دي وئيل شوي چې ايا خوشې کړل شوي بنديان دهغوي ملگري وؤ که نه؟
سرچينې بيا دا هم وائي چې شمالي وزيرستان کې دټي ټي پي دشورا ترسره شوې غونډه کې ځينو طالب مشرانو حکومت سره په اوربند کې دلنډې مودې لپاره دپراختيا ملاتړ کړى اؤ وئيلي يې دي څنگه چې حکومت دمذاکراتو څخه نۀ پشا کيږي بايد دغه شان طالبان هم دجوړجاړي عمل مخ په وړاندې بوځي.
بل لوري ته ميډيا سره خبرو کې دطالبانو دمذاکراتي کميټۍ غړي مولانا يوسف شاه اؤ دطالبانو دسياسي شورا غړي اعظم طارق وئيلي دي چې (وزيرستان کې) دطالبانو ددوؤ ډلو ترمينځ دروانو نښتو له امله به دمذاکراتو په عمل کومه منفي اغيزه نۀ کيږي اؤ په راتلونکو دوؤ يا دريوؤ ورځو کې به صورتحال واضحه شي.خو پيښور کې ميډيا سره دخبرو په مهال دطالبانو دمذاکراتي کميټۍ يو بل غړي پروفيسر ابراهيم وئيلي دي چې طالبانو سره دمذاکراتو په اړه حکومت دستونزو سره مخ ښکاري.
هغه وويل دنيغ په نيغه مذاکراتو دلمړي پړاؤ څخه دمخه طالبانو حکومتي کميټۍ ته دخپلو بنديانو فهرست ورکړى ؤ، خو ددغه فهرست دسپارل کيدو څخه څو ورځې وروستو هم حکومتي کميټۍ تر دې دمه کومه رابطه نۀ ده کړې چې له دې امله دمذاکراتو دراتلونکي پړاؤ لپاره دځايې ټاکنه نۀ ده شوې اؤ په دغو خبرو کې دځنډ پشان کيفيت پيدا شوى دى.

ځانګړې ویډیوګانې

په زرګونو خلک هر کال په پسرلي کې د سوات د ښکلاګانو لیدو ته ورځي
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:27 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG