لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : وسله والو مرستيال وزير احمدشاه وحيد تښتولى


احمد شاه وحيد سحر اووۀ بجې دنامعلومو وسله والو له لوري په نزدې خيرخانه سيمه کې تښتول شوى دى
احمد شاه وحيد سحر اووۀ بجې دنامعلومو وسله والو له لوري په نزدې خيرخانه سيمه کې تښتول شوى دى
افغانستان کې چارواکي وائي چې دنهې په ورځ يو لوړپوړى حکومتي چارواکى دخپل ډرائيور سره هاغه مهال تښتول شوى کله چې هغه پلازمينه کابل کې دکار په غرض روان ؤ.
دکورنو چارو دوزارت سرچينې وائي چې دپبلک ورکس مرستيال وزير احمد شاه وحيد سحر اووۀ بجې دنامعلومو وسله والو له لوري په نزدې خيرخانه سيمه کې تښتول شوى دى.
د کابل دپوليسو وياند حشمت الله ستانکزئ ددغه پيښې پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې پوليسو دمرستيال وزير د راخوشې کولو په غرض دلټونې عمليات پيل کړي دي..
که هر څو ددغه تازه پيښې محرکات نۀ دي په ډاګه شوي ، خو په تيرو وختونو کې افغانستان کې دتاوان لپاره دخلکو دتښتولو پيښې رامينځته شوي دي.
بل لوري ته دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې هغوي دوحيد دتښتولو څخه خبر نۀ دي.
کابل کې دغه لوړپوړى چارواکى په داسې حال کې تښتول شوى چې دروانې مياشتې په پنځمه نيټه هيواد کې دترسره شوؤ ټولټاکنو وروستو درايو شميره روانه ده اؤ ابتدائي نتيجې په ډاګه کوي چې صدارتي کانديد عبدالله عبداله ته پخپل نزدې مخالف اشرف غني برتري ترلاسه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG