لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان:کابل اؤ نيټو دې دپاک افغان پولې دتحفظ لپاره سخت گامونه واخلي


تسنيم اسلم وويل هغوي په پاک افغان پوله د دولسو سوؤ څخه زياتې پوستې لري اؤ دپولې دڅارنې ذمه واري هم ترسره کوي.
تسنيم اسلم وويل هغوي په پاک افغان پوله د دولسو سوؤ څخه زياتې پوستې لري اؤ دپولې دڅارنې ذمه واري هم ترسره کوي.
دپاکستان دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وئيلي دي چې دپاک افغان پولې تحفظ دپاکستان اؤ افغانستان گډ مسؤليت دى اؤ په کابل اؤ نيټو يې دپولې دغوره انتظام لپاره دسختو گامونو اخستو غږ کړى دى.
اسلام ابادکې داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياندې وويل که هر څو دپاک افغان پولې تحفظ ددواړو خواؤ گډ مسؤليت دى خو پاکستان دپولې دتحفظ اؤ انتظام په اړه زيات بوج زغملى.
تسنيم اسلم وويل هغوي په پاک افغان پوله د دولسو سوؤ څخه زياتې پوستې لري اؤ دپولې دڅارنې ذمه واري هم ترسره کوي.
که هر څو پاکستان دخپل لوري دپولې دغوره انتظاماتو دعوه کړې خو افغان اؤ امريکائي چارواکي تور لگوي چې ددغه هيواد په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دحقاني نيټ ورک دجنگيالو پشمول پټ تندلاري دهغوي خاورې ته وراوړي اؤ په امريکائي اؤ افغان عسکرو له بريدونو وروستو بيرته په دغه قبائيلي سيمه کې پناه اخلي.
امريکا په تيرو وختونو کې پاکستان څخه څو څو کرته شمالي وزيرستان کې دپټو ترهه گرو په ضد دکوټلو پوځي عملياتو پيل کولو غوښتنې کړي خو پاکستان دريځ لري دغه عمليات به په مناسب وخت رارسيدو اؤ خپلو ملي وسيلو ته په کتلو سره پيل کوي.
په تيرو وختونو کې ددغو تندلارو دپه نخښه کولو لپاره دبې پائيلټه امريکائي جاسوسي الوتکو(ډرون) څخه دترهه گرو شکمن تربيتي مرکزونه اؤ ځالې په نخښه شوي چې پکې دپاکستاني طالبانو ددوؤ مشرانو حکيم الله محسود ، بيت الله محسود اؤ القاعده ديو شمير کمانډرانو ترڅنگ په سلگونو جنگيالي وژل شوي دي.
تسنيم اسلم وويل پاکستان دبائيوميټرک نظام متعارف کولو ته ليواله دى اؤ دپولې دانتظام لپاره يې دنيټو اؤ افغانستان څخه ديو شان مضبوطو گامونو اخستو غوښتنه وکړه.
کله چې دهغې څخه پوښتنه وشوه چې ممکنه افغان صدر عبدالله عبدالله زيات هندوستان پلوه اؤ دپاکستان مخالف دى نو تسنيم اسلم دا تاثر رد کړو چې گنې کوم افغان مشر دپاکستان په ضد دى.
هغې وويل نوى حکومت ټاکل په افغان اولس اړه لري اؤ زياته يې کړه چې پاکستان بيا بيا وئيلي چې په افغانستان کې دکوم گوند ملاتړ نۀ کوي.
هغې وويل ورته معلومه نۀ ده چې (افغانستان کې به) راتلونکى حکومت څوک جوړوي خو څوک چې هم حکومت جوړ کړي دهغوي هڅه به دا وى چې گاونډي هيواد کې ددغه حکومت سره دوه اړخيزه غوره اړيکو ته پام وگرځوي.
تسنيم اسلم وويل پاکستان په افغانستان کې امن اؤ ثبات غواړي اؤ زياته يې کړه په دغه هيواد کې امن پخپله دپاکستان په گټه دى ځکه چې په افغانستان کې به ثبات اؤ امن نۀ دترهه گرۍ اؤ تشدد په خاتمه کې دهغوي مرسته وکړل شي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG