لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چوهدري نثار: دجنگ بندۍ پرته مذاکرات وړاندې نۀ شي تللى


 خو دکورنو چارو وزير وئيلي دي چې حکومت دمذاکراتي عمل دپرمختگ لپاره په مخلصانه انداز کې کار کوي
خو دکورنو چارو وزير وئيلي دي چې حکومت دمذاکراتي عمل دپرمختگ لپاره په مخلصانه انداز کې کار کوي
دطالبانو له لوري حکومت سره داوربند دختمولو داعلان وروستو دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان په ډاگه کړې ده چې دجنگ بندۍ پرته دبامقصده مذاکراتو عمل مخ په وړاندې نۀ شي تللى.
په عين حال کې تحريک طالبان پاکستان حکومت ته خبردارى ورکړى چې دهغوي له لوري داوربند دختمولو دفيصلې څخه ځينې قوتونه گټه پورته کولى شي اؤ وئيلي يې دي چې په اولسي ځائيونو دحملو ذمه واري به دهغوي پسر نۀ وي.
طالبان دا هم وئيلي دي چې هغوي دځان ددفاع حق محفوظ لري.
پاکستاني طالبانو حکومت سره د٤٠ؤ ورځو اوربند ختم کړى اؤ تور يې لگولى چې حکومت په مذاکراتي کې نۀ يواځې دا چې سنجيده نۀ دى بلکې دهغوي دډلې دغړو په ضد يې دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې کارروايۍ دوامداره ساتلي.
خو دکورنو چارو وزير وئيلي دي چې حکومت دمذاکراتي عمل دپرمختگ لپاره په مخلصانه انداز کې کار کوي اؤ هم له دې امله يې مذاکراتي ډله قبائيلي سيمې جنوبي وزيرستان ته تللې وه.
چوهدري نثار علي خان پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې طالبانو سره دمذاکراتو په اړه دراتلونکي په تگلاره دغور لپاره يې دخالي په ورځ دطالبانو دکميټۍ غونډه رابللې ده.
چوهدري نثار علي خان وائي چې يواځې دمذاکراتو له لارې تحفظات اؤ اعتراضات له مينځه تللى شي.
بل لوري ته دپاکستاني طالبانو دتحريک وياند شاهدالله شاهد دجمعې په ورځ وزيرستان کې خبريالانو سره دخبرو په مهال وئيلي دي چې زۀ غواړم حکومت ته خبردارى ورکړم چې ځينې قوتونه دطالبانو لخوا داوربند ختمولوڅخه په گټې پورته کولو په اولسي مقاماتو حملې کولى شي
هغه وويل طالبان به په اولسي مقاماتو دحملو ذمه وار نۀ وي،مونږ پخپله دفاع کې دحملو کولو حق لرو
دطالبانو لخوا داوربند دختمولو دفيصلې ددفاع کولو په ترڅ کې شاهد دعوه وکړه چې حکومت داوربند باوجود دهغوي دغړو په ضد کارروايۍ جاري ساتلې وې.
هغه دا هم وئيلي چې حکومت دغيرعسکري بنديانو دخوشې کولو اؤ دجنوبي وزيرستان دځينو سيمو څخه دپوځيانو دويستو په اړه هم دهغوي غوښتنې نۀ دي منلي.
بل لوري ته په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر خورشيد شاه حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې دطالبانو له لوري حکومت ته دبنديانو ورکړل شوى فهرست دې اپوزيشن ته هم ورکړل شي.
په سکهرائيرپورټ ميډيا سره خبرو کې خورشيد شاه وويل بايد حکومت طالب بنديان دغسې خوشې نۀ کړي اؤ زياته يې کړه چې دطالبانو دخطرناکو بنديانو خوشې کول دعدليې کار دى.
هغه وويل بايد حکومت طالبانو سره ديوسف رضا گيلاني، سلمان تاثير دزامنو اؤ پروفيسر اجمل دخوشې کولو په اړه هم خبرې وکړي.
اخوا دطالبانو دکميټۍ يو غړي پروفيسر ابراهيم په پيپلز پارټۍ دنيوکې کولو په ترڅ کې وئيلي دي چې دغه گوند يو لوري ته امن غواړي اؤ بلخوا داپريشن غوښتنه هم کوي خو اپريشن اؤ امن په يوځايې نۀ شي راتللى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG