لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهيواد سلامتۍاؤ دفاع لپاره دائي ايس ائي کردار مهم دى،جنرال شريف


دپوځ سرلښکر ته دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دائي ايس ائي دچارواکو له لوري په ورکړل شوؤ قربانو هم بريفنگ ورکړل شوى
دپوځ سرلښکر ته دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دائي ايس ائي دچارواکو له لوري په ورکړل شوؤ قربانو هم بريفنگ ورکړل شوى
دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف وئيلي دي چې دقومي سلامتۍ اؤ هيواد ددفاع لپاره داستخباراتي شبکې انټرسروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) کردار مهم دى.
تيرکال دنومبرپه مياشت کې دپوځ دمشرۍ دذمه وارۍ سمبالولو راپديخوا دجنرال راحيل شريف دائي ايس ائي دهيډکوارټرز دغه لمړۍ دوره ده.
دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) له لوري دجاري شوي بيان ترمخه د جنرال راحيل شريف دائي ايس ائي دهيډکوارټر ددورې په موقع ډي جي ائي ايس ائي ليفټننټ جنرال ظهيرالاسلام دهغه هرکلي وکړو اؤ جنرال اسلام دپوځ سرلښکر ته هيواد ته دپيښو کورنو اؤ بهرنو چيلنجونو ترڅنگ دهيواد په مجموعي صورتحال تفصيلي حال احوال تير کړى دى.
دائي ايس پي ار ترمخه په دغه موقع جنرال راحيل شريف دپاکستان دفومي سلامتۍ اؤ دفاع په اړه دائي ايس ائي کردار اؤ دهيواد لپاره يې دائي ايس ائي دافسرانو اؤ چارواکو قربانۍ وستائيلې.
دپوځ مطبوعاتي څانگې ترمخه جنرال شريف وويل پاک پوځ دقومي سلامتۍ دتحفظ لپاره قربانۍ ورکړي دي.
ځينې سرچينې وائي چې دپوځ دسرلښکر دائي ايس ائي دهيډکوارټر ددغه دورې بنيادي مقصد پاکستان کې په سينئر صحافي حامد مير دحملې په تناظر کې په دغه ادارې دلگول شوؤ تورونو وروستو دايجنسۍ مورال لوړول دي ، ځکه چې دائي ايس ائي لوړپوړو چارواکو په دغو تورونو دغصې اؤ خفگان څرگندونه کړې ده.
دسرچينو وينا ده چې دپوځ سرلښکر ته دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې دائي ايس ائي دچارواکو له لوري په ورکړل شوؤ قربانو هم بريفنگ ورکړل شوى.
جنرال شريف دقومي سلامتۍ اؤ دداخلي اؤ خارجي گواښونو څخه دهيواد دمحفوظولو لپاره دائي ايس ائي رول اؤ کارروايۍ ستائيلي دي.
ددغه بريفنگ په موقع دقومي اؤ بهرنو سول انټلي جنس ايجنسو سره دائي ايس ائي دمعلوماتو په راکړه ورکړه هم غور شوى دى.
راپورونه وائي دننني بريفنگ وروستو به جنرال راحيل شريف وزيراعظم نواز شريف سره هم په روانه اوونۍ کې ليدنه کوي اؤ دپوځ سرلښکر به وزيراعظم دقومي سلامتۍ په بيلا بيلو چارو باور کې اخلي.
دپاکستان دحکومت اؤ پوځ ترمينځ په ظاهري ډول اختلافات هاغه مهال مخې ته راغلل کله چې ددفاع دوزير خواجه اصف پشمول دځينو وفاقي وزيرانو په بيانونو اؤ دپرويز مشرف په معامله راولپينډۍ کې دجنرال شريف په مشرۍ ديوې غونډې په مهال کورکمانډرانو دناخوښۍ څرگندونه وکړه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG