لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايچ ار سي پي : پاکستان کې دلوڼو په زيږولو ٥٦ ميندې وژل شوي


،٨٠٠ؤ ښځو خودکشي کړې اؤ ٥٦ ښځې دلوڼو زيږولو له امله قتل کړى شوي دي.
،٨٠٠ؤ ښځو خودکشي کړې اؤ ٥٦ ښځې دلوڼو زيږولو له امله قتل کړى شوي دي.
دبشري حقونو تنظيم هيومن رائټس کميشن اف پاکستان وئيلي دي چې دکال ٢٠١٣م په مهال ټول پاکستان کې دلوڼو زيږولو له امله ٥٦ ښځې وژل شوي دي.
دبشري حقونو په اړه دهيومن رائټس کميشن اف پاکستان دجاري شوي راپور ترمخه تيرکال دجبري تښتونو ٩٠ پيښې رامينځته شوي اؤ په زوره دتښتول شوؤ کسانو څخه د١٢٩ؤ مړي ترلاسه شوي دي.
دراپور ترمخه ١١ خبريالان دخپلو فرائضو دترسره کولو په مهال قتل کړى شوي دي.
راپور وائي دپاکستان اقتصادي مرکز کراچۍ کې درې زره دوه سوه اؤ اتلس کسان دهدفي پيښو ښکار شوي، په ٤٥ؤ خودکش حملو کې شپږ سوه څلور نوي کسان ، ٣١ؤ ډرون حملو کې ١٩٩ کسان اؤ د٢٠ؤ نه زياتو فرقه ييزو پيښو کې ٦٨٧ کسان وژل شوي دي.
دراپور ترمخه په ټول هيواد کې دقتل دڅوارلسو زرو څخه زياتې مقدمې درج شوي،٨٠٠ؤ ښځو خودکشي کړې اؤ ٥٦ ښځې دلوڼو زيږولو له امله قتل کړى شوي دي.
راپور وائي چې تيرکال اتۀ سوه يو کم اويا ښځې دغيرت په نوم قتل کړى شوي اؤ دشکمنو پوليس مقابلو شميره درې سوه اووۀ پنځوس وه.
دمختلفو جرمونو لاندې ٢٢٧ؤ کسانو ته دمرګ سزا اورول شوې ، خو په يوه سزا هم عمل درامد نۀ دى باوري کړل شوى.
دهيومن رائټس کميشن اف پاکستان دراپور ترمخه تير کال بې شميره مقدمې په عدالتونو کې ځنډيدلي اؤ يواځې ٢٠ زره مقدمې سپريم کورټ کې تر ځنډ لاندې وې اؤ ددې ترڅنګ دټول هيواد په زندانونو کې بندي ٦٤ فيصده قيديان پرته کومو عدالتي پريکړو په زندانونو کې بند وؤ.
همدغه شان دتعليم په اړه دهيومن رائټس کميشن په دغه راپور کې وئيل شوي چې د٢٠١٣م په مهال ټول هيواد کې پرائمري سکول ته دتلونکو دعمر دهر لسو ماشومانو څخه درې سکول ته دتللو څخه محروم وؤ چې مجموعي شميره يې پنځه پنځوس لکه جوړيږي.
ټول هيواد کې دوه زره اؤ اتۀ اتيا فرضي سکولونه جوړ دي اؤ په يو زر اؤ اتوؤ سوؤ سکولونو ناجائزه قبضه شوې ده، دسکولونو په ودانو قبضه کې دککړو دغو کسانو ملاتړ بااختياره اؤ مقتدر شخصيات کوي، همدغه شان پنځه زره ، اتۀ سوه اؤ اووۀ ويشت سکولونه غيرفعاله دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG