لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سينيټ ته وئيل شوي مدرسو ته دبهر څخه ٢٥٨ ملينه روپۍ ورکړل شوي


١١ هاغه مدرسې هم دي چې دپاکستان دداخله وزارت څخه داين او سي ترلاسه کولو پرته کار کوي
١١ هاغه مدرسې هم دي چې دپاکستان دداخله وزارت څخه داين او سي ترلاسه کولو پرته کار کوي
دشورو په ورځ دپاکستاني پارليمان برني ايوان( سينيټ ) ته وئيل شوي دي چې دتير يو کال په مهال دبهرنو اسلامي هيوادونو څخه ١٥ؤ پاکستاني مدرسو ته ٢٥٨ ملينه روپۍ ترلاسه شوي دي.
دمملکت داخله وزير بليغ الرحمان ديوې پوښتنې په ځواب کې سينيټ ته وئيلي دي چې بهرني اسلامي هيوادونه چې پکې قطر، سعودي عرب، متحده عرب امارات، بهرين اؤ کويت هم شامل دي دغو پاکستاني مدرسو ته دزکات اؤ وقف په ذريعه اقتصادي مرستې ورکوي.
هغه وئيلي دي چې مدرسه رحمانيه تحفظ القران، جمعيت العلوم العصريه، جمعيت العلوم اسلاميه، جمعيت اهلحديث بلوچستان، دارالعلوم جامعيه انور مصطفي ، اداره منهاج القران، جمعيت مناهل الخيريه، مدينه مسجد، مدرسه دارالعلوم بلتستان، مسجد گلزار، جمعيت السلام خوشهاب، جامعيه خيرالمدارس، جمعيت الهدى الخيريه ويلفئير سوسائټي، اسلام ټرسټ اؤ دعوت اسلامي دغه پيسې دپاکستان دمختلفو بينکونو په ذريعه ترلاسه کړي دي.
په ډاگه دې وي چې کومو پنځلسو پاکستاني مدرسو ته دبهرنو اسلامي هيوادونو له لوري دغه پيسې ترلاسه کيږي په هغوي کې ١١ هاغه مدرسې هم شاملې دي چې دپاکستان دداخله وزارت څخه داين او سي ترلاسه کولو پرته کار کوي.
دمملکت داخله وزير بليغ الرحمان وويل چې په ټول پاکستان کې ددغو مذهبي مدرسو سره تر دې دمه هيڅ قسمه حساب نۀ دى شوى اؤ زياته يې کړه چې حکومت دقومي سلامتۍ دتگلارې لاندې په دې اړه دمدرسو دمنظم کولو لپاره يو ميکانيزم تيار کړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG