لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستاني مشرانو سره دجيمز ډوبنز ليدنې


سرتاج عزيز سره دليدنې په مهال امريکائي استازي هغه سره افغانستان کې په موجوده صورتحال اؤ دامن دهلو ځلو ترڅنگ په بيلا بيلو چارو غور وکړو.
سرتاج عزيز سره دليدنې په مهال امريکائي استازي هغه سره افغانستان کې په موجوده صورتحال اؤ دامن دهلو ځلو ترڅنگ په بيلا بيلو چارو غور وکړو.
دپاکسان اؤ افغانستان لپاره دامريکائي صدر ځانگړي استازي جيمز ډوبنز دجمعې په ورځ دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې ددغه هيواد دوزيراعظم ميا نواز شريف سره ليدنه کړې ده.
سرچينې وائي په دغه موقع داړونده خوښۍ دچارو ترڅنگ دسيمې په امنيتي صورتحال، افغانستان څخه دامريکائي ځواکونو دوتلو څخه وروستو په رامينځته کيدونکي ممکنه صورتحال، افغانستان کې دټولټاکنو په عمل اؤ دپاک افغان پولې دوضعې جاج اخستل شوى دى، په دغه موقع دخزانې وزير اسحاق ډار اؤ په پاکستان کې دامريکا سفير رچرډ اولسن هم موجود وؤ.
له دې وړاندې دزيارت په ورځ پاکستاني مشرانو سره دليدنې په موقع جيمز ډوبنز وئيلي وؤ چې گاونډي هيواد افغانستان څخه دامريکا په مشرۍ دنړيوالو مرستندويه ځواکونو دوتلو وروستو به دپاکستان ارزښت نور هم سيوا شي.
امريکائي ځانگړي استازي دقومي سلامتۍ اؤ خارجه چارو په اړه دوزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز اؤ دکورنو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان سره هم بيلا بيلې ليدنې کړي دي.
دامريکائي صدر براک اوباما ځانگړى استازي جيمز ډوبنز افغانستان کې داقتدار دپرامنه انتقال اؤ ٢٠١٤م څخه وروستو په رامينځته کيدونکي صورتحال پشمول په بيلا بيلو مهمو چارو دغږيدو لپاره داسلام اباد په سفر دى.
دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان سره دليدنې په موقع جيمز ډوبنز دا تاثر رد کړى چې گنې د٢٠١٤م څخه وروستو به دپاکستان په اړه دواشنگټن ترجيحات بدل شي.
دکورنو چارو دوزارت له لوري جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې ډوبنز دې لوري ته گوتنيونه وکړه چې افغانستان څخه به دامريکا په مشرۍ دنړيوالو ځواکونو دوتلو وروستو دپاکستان ارزښت نور هم سيوا شي.
بيان کې وئيل شوي دي چې ددغه ليدنې په موقع مجموعي صورتحال تر بحث لاندې راغلى اؤ په دغه موقع پاکستان کې دامريکا سفير رچرډ اولسن هم موجود ؤ.
هغه پاکستان ته باور ورکړى چې امريکا دنواز شريف حکومت دامن په تعقيب کې يو باوري حصه دار گڼي اؤ دپاکستان سره په اوږدمهاله اړيکو ژمنه ده.
سرتاج عزيز سره دليدنې په مهال امريکائي استازي هغه سره افغانستان کې په موجوده صورتحال اؤ دامن دهلو ځلو ترڅنگ په بيلا بيلو چارو غور وکړو.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG