لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت دې په امن مذاکراتو اپوزيشن باور کې واخلي،خورشيد شاه


 پارليمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو کې خورشيد شاه وويل په حامد مير(دحملې) پيښه بدبخته وه په دغه معامله يوه واحده اداره تورنول سم نۀ دي.
پارليمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو کې خورشيد شاه وويل په حامد مير(دحملې) پيښه بدبخته وه په دغه معامله يوه واحده اداره تورنول سم نۀ دي.
په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد شاه دنهې په ورځ وئيلي دي چې حکومت طالبانو سره دامن مذاکراتو په اړه کلئير نۀ ښکاري اؤ زياته کړې يې ده چې بايد په دغه معامله اپوزيشن په باور کې واخستل شي.
پارليمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو کې خورشيد شاه وويل په حامد مير(دحملې) پيښه بدبخته وه په دغه معامله يوه واحده اداره تورنول سم نۀ دي.
داپوزيشن ليډر وويل چې بايد خلک نۀ دپاکستان دپوځ اؤ نۀ هم دميډيا په حق کې لاريونونه وکړي.
هغه وويل چې ميډيا ديوې ادارې شکل خپل کړى اؤ زياته يې کړه چې ميډيا ته دحدودو دننه کار کول پکار دي، خورشيد شاه وويل حکومت دې مداخلت وکړي اؤ دجنگ گروپ اؤ پوځ ترمينځ دې شخړه ختمه کړي.
داپوزيشن مشر وويل دهيواد دتباه کولو لپاره بايد طاهرالقادري مظاهره ونۀ کړي اؤ زياته يې کړه چې ستونزې دپارليمان دننه هواريدل پکار دي اؤ زياته يې کړه که چرې دغسې ونۀ شي نو بيا به خلک سړکونو ته را اوځي.
هغه وويل دپاکستان تحريک انصاف له لوري دتحفظ پاکستان ارډيننس پسر عدالتونو ته دتللو فيصله غيرمعقوله وه اؤ تور يې ولگولو چې دغه گوند دسياسي تجربې دکمي ښکار دى چې له دې امله يې عدالتونو ته دتللو فيصله دوه اوونۍ وروستو بيرته واخستل شوه.
هغه د سياست دانانو ترمينځ دهيواد په بهرنۍ تگلاره دصلاح مشورو کولو غوښتنه وکړه اؤ زياته يې کړه چې وزيراعظم نواز شريف بايد دسياسي گوندونو مشران را اوغواړي اؤ په موجوده صورتحال ورسره صلاح مشوره وکړي.
داپوزيشن مشر وويل چې عابد شيرعلي درې صوبې غلې گرځولې اؤ زياته يې کړه چې که چرې نواز شريف دهغه دبيانونو نوټس وانۀ خلي داسې به وگڼل شي چې دغه معامله دهغه دلارښوونې لاندې مخ په وړاندې بوتلل کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG