لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

" دپاکستان امداد دې تندلاريتوب ختمولو پسې مشروط کړل شي"


پاکستان ددوه اړخيزه برطانوي امداد ترلاسه کوونکو تر ټولو لويې هيواد دى اؤ ټاکل شوې ده چې سږکال به هم اسلام اباد ته ٤٤٦ ملينه پاؤنډز ورکړل شي.
پاکستان ددوه اړخيزه برطانوي امداد ترلاسه کوونکو تر ټولو لويې هيواد دى اؤ ټاکل شوې ده چې سږکال به هم اسلام اباد ته ٤٤٦ ملينه پاؤنډز ورکړل شي.
په داسې حال کې دپاکستان چې وزيراعظم ميا نواز شريف دشورو په ورځ دلندن په دوره تللى دبرطانوي قانون سازانو په يو راپور کې غږ شوى چې ددې خبرې ثبوت ته درسيدو پورې دپاکستان امداد ځنډيدل پکار دي چې دغه پيسې دتندلاريتوب په مخنيوي کې مددګارې ثابتيږي.
لندن کې دخپل برطانوي سيال ډيوډ کيمرون سره دليدنې څخه څو ساعته دمخه دبين المللي پرمختيا دکميټۍ په دغه جاري راپور کې په پاکستان نيوکه شوې.
پاکستان ددوه اړخيزه برطانوي امداد ترلاسه کوونکو تر ټولو لويې هيواد دى اؤ ټاکل شوې ده چې سږکال به هم اسلام اباد ته ٤٤٦ ملينه پاؤنډز ورکړل شي.
په راپور کې په سختۍ سره وئيل شوي چې که چرې پاکستان دمذهبي تندلاريتوب مخه ونۀ نيوله نو بايد دا ځل يې دامداد دکمولو په ترڅ کې دغه مرستې غريبو هيوادونو ته ورکړل شي.
راپور وائي چې " په دغه اړه دومره لويې امداد هاغه وخت ورکړل کيدى شي چې واضحه ثبوت موجود وي چې دبرطانوي پرمختيائي ادارې امداد سره تندلاريتوب په خطره کې کمى رامينځته کيدى شي"
برطانوي قانون سازانو دا هم وئيلي دي چې دپاکستان امداد دې تر هاغه وخته سيوا نۀ کړل شي ترڅو چې دپاکستان سياسي مشران دخپلې برخې جائز ټيکس ادا نۀ کړي اؤ په مجموعي ډول دټيکس محصولاتو کې اضافه ونۀ شي.
نواز شريف به دخپل دغه درې ورځني سفر په مهال دوزيراعظم ډيوډ کيمرون اؤ نورو وزيرانو سره ليدنو کې ددوه اړخيزه خوښۍ په چارو خبرې کوي.
ګاونډي هيواد افغانستان څخه دسږکال په اخره کې پهرني ځواکونه دوتلو تيارۍ کوي اؤ دبرطانيې پشمول دنيټو هيوادونه غواړي چې پاکستان دطالبانو په ضد دهغوي مرسته وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG