لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

تندلاري دې درياست واکمني ومني،جنرال شريف


جنرال راحيل شريف خپله وينا کې د ترهگرۍ په ضد جنگ کې قربانو ورکوؤنکو پوځي ځوانانو ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کړي .
جنرال راحيل شريف خپله وينا کې د ترهگرۍ په ضد جنگ کې قربانو ورکوؤنکو پوځي ځوانانو ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کړي .
دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف په تندروه وسله والو غږ کړى چې درياست واکمنۍ ته غاړه کيږدي ، گني په بل صورت دترهه گرۍ دمينځه وړلو دپاره دپاکستاني پوځ په توان هيڅ شک نۀ دى پکار.
جنرال راحيل شريف دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې دپاکستان حکومت دمخالفه ياغي طالبانو سره دسولې دپاره په خبرو بوخت دى اؤ دغو طالبانو حکومت ته دامن دپاره خپل شرائط ايښي دي.
راولپنډۍ کې د شهيدانو د ورځې په مناسبت راجوړې دستورې ته په وينا کې د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف ووئيل ، چې پوځ په هيواد کې د ترهگرۍ د خاتمې او امن په ځايي کيدو دپاره د هرگام ملاتړ کوي .
نوموړي په پاکستان مخالفه عناصرو د ائين او قانون منلو غږ وکړو وې وئيل " مونږ غواړو چې د پاکستان په ضد تُند ټول عناصر دې په غيرمشروط ډول د ملک ائين اوقانون په مکمله توگه ومني ، او بيرته دې قامي لارې ته راشي . گنې په بل صورت کې د باغيانو د مخ نيوي په معامله کې هيڅ شک نشته"
جنرال راحيل شريف خپله وينا کې د ترهگرۍ په ضد جنگ کې قربانو ورکوؤنکو پوځي ځوانانو ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کړي .
هغه ووئيل" زه نه يواځې د پاکستان پوځ ، مليشي ، رينجرز ، فرنټيئرکانسټبلري ، پوليس او ليويز بلکې په هيواد مئينو هغو زرگونو وگړو ته هم د عقيدت پيرزونې وړاندې کوم ، چا چې په دغه جنگ کې ځانونه قربان کړي دي"
نوموړي د ميډيا د کردار د ستائينې سره په دې خبره زور راوړو چې زمه دارانه صحافت وشي . هغه ووئيل مونږ د ميډيا په ازادۍ او زمه وار صحافت باندې يقين ساتو ، او د هغويې قربانۍ ستائيو .
جنرال راحيل شريف زياته کړه ، د پوځ هدف د پاکستان داخلي او بهرنی حفاظت کول دي . " مونږ به د شهيدانو وينې بې ځايه توئيدو ته نه پريږدو ، او پوځ تل د ملکي پرمختگ او حوشحالۍ دپاره کردار ادا کړی دی "
نوموړي په خپله وينا کې د بلوچستان او کشمير يادگېرنه هم وکړه ، او زياته يې کړه په تيرو څو کلونو کې د بلوچستان د ۲۰۰۰۰ نه زيات ځوانان پوځ کې بهرتي شوي دي . او دا بلوڅو په پوځ د اعتماد څرگندونه ده .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG