لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ديوټيوب پرانستو لپاره قومي اسمبلۍ کې دقرارداد منظوري


 دپاکستان حکومت په ١٧م ستمبر،٢٠١٢م کې وروستو له هغې په ټول هيواد کې په يوټيوب بنديز لگولى ؤ چې په يوټيوب يو اسلام ضد فلم خپور شو.
دپاکستان حکومت په ١٧م ستمبر،٢٠١٢م کې وروستو له هغې په ټول هيواد کې په يوټيوب بنديز لگولى ؤ چې په يوټيوب يو اسلام ضد فلم خپور شو.
پاکستان کې د ويډيوگانو دشيئر کوونکي ويب سائټ يوټيوب څخه دبنديز پورته کولو په اړه دنهې په ورځ قومي اسمبلۍ يو قرارداد په متفقه توگه منظور کړى دى.
يوټيوب څخه دپابندۍ لرې کولو دغه قرارداد دډپټي سپيکر مرتضي جاويد عباسي په مشرۍ دقومي اسمبلۍ په نننۍ غونډه کې دپاکستان پيپلز پارټۍ غړې شازيه مري وړاندې کړى.
شازيه مري وئيلي دټولۍ نړۍ په اسلامي هيوادونو کې په يوټيوب بنديز ختم شوى، دا وخت دعصري ټيکنالوجۍ سره دخلکو دپيوست کولو دى.
هغې وويل حکومت دې يوټيوب څخه بنديز پورته کړي ځکه چې پاکستان کې په پراکسي يوټيوب کار کيږي.
دپاکستان حکومت په ١٧م ستمبر،٢٠١٢م کې وروستو له هغې په ټول هيواد کې په يوټيوب بنديز لگولى ؤ چې په يوټيوب يو اسلام ضد فلم خپور شو.
دقومي اسمبلۍ دنننۍ غونډې په مهال دقومي روغتيا دخدماتو په اړه دمملکت وزيرې سائره افضل تجويز وړاندې کړى چې ديوټيوب څخه دبنديز لرې کولو يا نۀ لرې کولو په اړه دې يوه کميټي جوړه کړل شي.
سائره افضل تارړ وويل چې حکومت يوټيوب څخه دبنديز پورته کولو په حق کې نۀ دى، دغه معامله اوس مهال سپريم کورټ کې ده اؤ سترې محکمې په دغه اړه تر دې مهاله کومه پريکړه نۀ ده کړې.
هغې وويل په يوټيوب دبنديز په اړه هر تن بل ذمه وار گرځوي خو حقيقت دا دى چې يوټيوب بنديز دپيپلز پارټۍ دحکومت په دور کې لگيدلى ؤ.
خو شازيه مري په دې احتجاج وکړو اؤ دحکومت څخه يې په دغه معامله دسمدستي کارروايۍ غوښتنه وکړه، هغې وويل دغه بنديز طالب علمان اؤ کاروباريان ځپلي دي.
دپي پي پي دقومي اسمبلۍ دغه غړې له دې وړاندې وئيلي وؤ دا دافسوس مقام دى چې حکومت دغه معامله نظرانداز کوي اؤ زياته کړې يې وه چې يوټيوب دپاکستان ديوې لويې برخې لپاره دعلم يوه سرچينه ده ، په ځانگړې توگه دطالب علمانو اؤ پيشه ورو ځوانانو لپاره.
دسائره افضل په ځواب داسمبلۍ غړي علي رضا عابدي وويل چې يوټيوب پابندي ديو ايگزيکټيو ارډر لاندې لگول شوې وه اؤ همددغه رقم يو بل ايگزيکټيو ارډر سره ترې بنديز لرې کيدى شي.
وروستو ايوان په متفقه توگه يوټيوب څخه دبنديز ختمولو لپاره په متفقه توگه دقرارداد منظوري ورکړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG