لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

يوکرين : پوځي کارروايۍ کې ٣٠ ياغيان وژل شوي


ارسن ايواکوف دنهې په ورځ وئيلي دي چې په دغو عملياتو کې څلور عسکر وژل شوي اؤ ٢٠نور ژوبل شوي دي.
ارسن ايواکوف دنهې په ورځ وئيلي دي چې په دغو عملياتو کې څلور عسکر وژل شوي اؤ ٢٠نور ژوبل شوي دي.
ديوکرين موقتي داخله وزير ارسن ايواکوف وينا ده چې دگل په ورځ ختيز ښار سلوويانسک کې دپوځي کارروايۍ په مهال ٣٠ روس پلوه ياغيان وژل شوي دي.
ارسن ايواکوف دنهې په ورځ وئيلي دي چې په دغو عملياتو کې څلور عسکر وژل شوي اؤ ٢٠نور ژوبل شوي دي.
هم دنهې په ورځ چارواکو ديوکرين صنعتي مرکز ډونټسک لپاره دهوائي جهازونو تگ راتگ ځنډولى، تر دې دمه ددغه ځنډ علت نۀ دى معلوم شوى اؤ نۀ هم دا په ډاگه ده چې فضائي تگ راتگ به تر کومې ځنډيدلى وي.
بل لوري ته دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل بانکي مون دفرانس خبري ادارې سره خبرو کې وئيلي دي له دې وړاندې چې ديوکرين حالات دقابو څخه اوځي ځان دجوړجاړي راوستونگي په توگه وړاندې کوؤ.
په عين حال کې دنيټو پوځونو تر ټولو اعلي کمانډر جنرل فلپ بريډلوو وئيلي دي هغه نۀ غواړي په روس حمله وکړي اؤ دهغه په قول دخپلو مقصدونو ترلاسه کولو لپاره کريملن نورې لارې هم لري.
بريډلوو دکاناډا اوټاوا ښار کې دوينا په مهال وئيلي چې دروس صدر ولاديمر پوټن به هاغه څه دوامداره ساتي کوم چې اوس هم کوي اؤ په قول يې هغه بدامني پيدا کوي اؤ ديوکرين حکومت دنااهله گڼلو سره بيلتون خوښي تحريک ته هوا ورکوي.
هغه اندازه څرگنده کړې چې ماسکو به دپولې پورې غاړې دپوځ ليږلو پرته ختيز يوکرين کې خپل اثرورسوخ پځايې ساتي.
دناټو کمانډر وويل باور لري چې دروس ځانگړي ځواکونه يوکرين کې موجود دي خو دا واضحه نۀ ده چې هم دغو عسکرو تيره اوونۍ ديوکرين درې هيلي کاپټرې رانسکورې کړې وې که نه؟
له دې وړاندې دگل په ورځ دياغيانو تر قبضې لاندې ختيز ښار سلوويانسک کې ديوکرين دعسکرو اؤ روس پلوه بيلتون خوښو ترمينځ وسله واله نښته شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG