لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عرفان صديقي:طالبانو سره په مذاکراتو حکومت اولسي فشار سره مخ دى


برطانوي خبري اژانس سره خبرو کې عرفان صديقي وئيلي چې اولس اوس (دمذاکراتو) دعمل نتيجې غواړي کومې چې تر دې مهاله مخې ته نۀ دي راغلي.
برطانوي خبري اژانس سره خبرو کې عرفان صديقي وئيلي چې اولس اوس (دمذاکراتو) دعمل نتيجې غواړي کومې چې تر دې مهاله مخې ته نۀ دي راغلي.
دپاکستاني وزيراعظم دسياسي چارو ځانگړي مرستيال عرفان صديقي وئيلي دي که چرې دپاکستاني طالبانو قيادت دمذاکراتو لپاره په سمدستي توگه پرمختگ ونۀ کړي نو حکومت لپاره به دمذاکراتو عمل مخ په وړاندې بوتلل گران شي.
برطانوي خبري اژانس سره خبرو کې عرفان صديقي وئيلي چې اولس اوس (دمذاکراتو) دعمل نتيجې غواړي کومې چې تر دې مهاله مخې ته نۀ دي راغلي.
عرفان صديقي وئيلي دمذاکراتو په لمړي سر کې يې دا خبره په ډاگه کړې وه چې بايد دغه خبرې زر تر زره منطفي انجام ته درسولو هڅه وکړل شي، ځکه چې دغه حساس عمل تر زياتې مودې دوامداره نۀ شي ساتل کيدى.
ښاغلي صديقي دا هم وئيلي چې طالبانو سره دمذاکراتو په عمل حکومت داولسي فشار سره مخ دى.
بل لوري ته دطالبانو دمذاکراتي کميټۍ غړي مولانا يوسف شاه وئيلي دي چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ مذاکرات دډيډلاک ښکار نۀ دي اؤ ډير زر به دغه مذاکرات يوځل بيا شروع شي.
ميډيا سره خبرو کې مولانا يوسف شاه وئيلي دي چې په مذاکراتو کې ځنډ دځينو وجوهاتو له امله رامينځته کيږي خو پکې کوم ډيډلاک نشته اؤ زياته يې کړه چې طالبانو سره يې پرله پسې رابطه کيږي.
پاکستاني طالبانو دمارچ دمياشتې څخه اعلان شوې د٤٠ؤ ورځو اوربند تيره مياشت ختم کړى اؤ دداخله وزير چوهدري نثارعلي خان پشمول بيلا بيلو وزيرانو په ډاگه کړې چې داوربند پرته دمذاکراتو عمل مخ په وړاندې بوتلل به گران وي.
طالبان وائي حکومت سره يې دغه اوربند ځکه ختم کړى چې دجنگ بندۍ په موده کې يې هم ملگري نيول کيدل اؤ وژل کيدل.
دپاکستان حکومت دريځ لري چې طالبانو سره دمذاکراتو دعمل مخ په وړاندې بوتللو لپاره يې دهغوي ځينې ملگري خوشې کړي هم دي خو طالبانو تر دې دمه دا نۀ ده په ډاگه کړې چې پريښودل شوي کسان دهغوي ملگري وؤ که نه؟.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG