لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مدرسو کې داصلاحاتو په منصوبه کار روان دى،بليغ الرحمان


وائس اف امريکا سره مرکه کې بليغ الرحمان وئيلي دي چې دنورو مذهبونو مکتبونو سره هم دې لړکې رابطه شوې
وائس اف امريکا سره مرکه کې بليغ الرحمان وئيلي دي چې دنورو مذهبونو مکتبونو سره هم دې لړکې رابطه شوې
دتعليم اؤ داخله چارو دمملکت وفاقي وزير بليغ الرحمان وئيلي دي چې ديني مدرسو کې داصلاحاتو دمتعارف کولو په يوه وړانديز کړل شوې منصوبه کار روان دى اؤ د مدرسو تنظيمونو هم ددې مثبت ځواب ورکړى.
وائس اف امريکا سره مرکه کې بليغ الرحمان وئيلي دي چې دنورو مذهبونو مکتبونو سره هم دې لړکې رابطه شوې اؤ ټولو په دې خبره رضامندي ښکاره کړې چې دديني علومو ترڅنگ عصري مضامين هم لوستل پکار دي.
هغه وائي " دهر ځايې څخه مونږ ته ډير مثبت ردعمل ترلاسه شوى اؤ هغوي(مدرسو) وئيلي چې ماشومانو ته دديني تعليم ترڅنگ ماشومانو ته فارمل ايجوکيشن هم ورکول غواړي، مونږ دې لپاره يوه منصوبه جوړه کړې اؤ حکومت ته مو ورکړې "
بليغ الرحمان وويل " دپنځوؤ نه دنهو کلونو پورې دعمر لږ ترلږه ٦٠ لکه ماشومان داسې دي چې دسکولونو نه بهر دي،همدغه شان دپنځوؤ نه د١٦ؤ کلونو پورې هلکان اؤ جينکۍ چې دسکولونو نه بهر دي دهغوي مجموعي شميره دوؤ کروړو ته نزدې ده"
دهغه وينا وه حکومت دتعليم بجټ کې داضافې په اراده قائم دى.
دهغه په قول " مونږ باور لرو چې راتلونکي بجټ کې به قام دوړاندې څخه غوره بجټ وويني،د١٩٦٠ء راهسې خبره کيږي چې دهيواد قومي پيداوار(جي ډي پي) څلور فيصده په تعليم خرڅ کيدل پکار دي، زۀ اميد لرم چې دغه خوب به ٢٠١٨م پورې ضرور پوره شي"
ملک کې دترهه گرۍ دله مينځه وړلو لپاره تحريک طالبان پاکستان سره دروانو مذاکراتو په اړه بليغ الرحمان وويل چې دخبرو اترو دعمل دپيل څخه راپديخوا هيواد کې ترهه گرۍ کې کمى راغلى.
داخله وزير مذاکراتو کې پرمختگ کيږي اؤ هيله يې څرگنده کړه چې ددې به ښې نتيجې را اوځي.
هغه وويل" دا به يوه غوره لاره وي که چرې پرته له جنگ اؤ وينو بهيدو څخه مونږ مطلوبه نتيجې ترلاسه کړو"
هغه وويل " که چرې خداې مکړه دغه مذاکرات نۀ کاميابيږي نو مونږ دغه معامله داسې نۀ شو پريښودى، بيا مونږ دې لپاره قيمت ورکولو ته چمتو يو"
پاکستان کې دوزيراعظم نواز شريف حکومت غواړي تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان سره مذاکرات وکړي اؤ دغه ډله په هيواد کې دترهه گرۍ کولو څخه منعې کړي خو طالپانو سره دمذاکراتو داعلان څخه راپديخوا دسرکاري مذاکراتي کميټۍ اؤ طالبانو دشورا ترمينځ يواځې يوه غونډه شوې.
طالبانو په تيرو وختونو کې په حکومت مذاکراتو کې دغيرسنجيدگۍ تور لگولى ، خو حکومت وائي چې دخبرو اترو له لارې دترهه گرۍ دستونزې په هواري کې سنجيده دى.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG