لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډوبنز وائي افغانستان کې به دامريکا موجودگي مهمه وي


 نوموړي وويل دپاتې عسکرو ددقيق سائز په اړه به راتلونکو مياشت دوه کې پريکړه وکړو.
نوموړي وويل دپاتې عسکرو ددقيق سائز په اړه به راتلونکو مياشت دوه کې پريکړه وکړو.
دافغانستان اؤ پاکستان لپاره دامريکا ځانگړي استازي جيمز ډوبنز وئيلي دي چې دسږکال په اخره کې افغانستان څخه دبهرنو ځواکونو دوتلو باوجود به افغانستان کې دامريکا په مشرۍ دپوځيانو موجودگي مهمه وي.
ټوکيو کې خبريالانو سره دخبرو په مهال جيمز ډوبنز وويل چې واشنگټن (افغانستان څخه دعسکرو) دويستو په پلان اوس هم غور کوي.
نوموړي وويل دپاتې عسکرو ددقيق سائز په اړه به راتلونکو مياشت دوه کې پريکړه وکړو.
هغه وويل" مونږ اؤ زمونږ ائتلافيان به دصلاح مشورو دمشن لپاره چمتو يو، چې شمير به يې دهاغې څخه زيات کم وي کوم چې نن مونږ لرو ، خو دافغان عسکرو دمعيار دغوره کولو په اړه به زيات مهم وي"
افغانستان کې دامريکا په مشرۍ دنيټو تقريباً يو پنځوس زره عسکر اوس هم موجود دي چې ټاکل شوې ده دروان کال ددسمبر په مياشت کې به ددغه هيواد څخه اوځي ، چې ورسره به دطالبانو په ضد دغه اوږده اؤ گرانه جگړه پايې ته ورسيږي، په ٢٠٠١ء کې دطالبانو دحکومت دتختې اړولو راپديخوا افغانستان کې جگړه روانه ده.
امريکا غواړي د٢٠١٤م څخه وروستو هم افغان پوځ ته دتربيت ورکولو اؤ دالقاعده سره دتړلو جنگيالو په ضد عملياتو کې دمرستې لپاره په دغه هيواد کې په لږ شمير کې عسکر پاتې کړي خو ددې لپاره ضروري ده چې دکابل انتظاميه واشنگټن سره يو امنيتي تړون ومني کوم چې دموجوده صدر کرزي داعتراضونو له امله دځنډ ښکار دى.
سپينه ماڼۍ وائي چې صدر براک اوباما دصلاح مشورو لپاره په افغانستان کې دپاتې کيدونکو امريکائي عسکرو دشميرې په اړه تر دې دمه پريکړه نۀ ده کړې.
ډوبنز افغانستان کې دروان انتخابي عمل دنتيجې په اړه داندازې څرگندولو څخه ډډه وکړه خو وې وئيل چې دغه يو نزدې زغل کيدى شي.
ډوبنز وويل چې دکرزي څخه دورپه اخوا دور کې دهيواد لپاره انتخابات مهم دي.
په دغو انتخاباتو کې چې کوم کانديد برى ترلاسه کړى هغه به دصدر کرزي د١٣ کلن دور وروستو دافغانستان نوى صدر جوړيږي ، خوډوبنز توقعو څرگنده کړې چې درخصتۍ باوجود به صدر کرزى يو سياسي اثرورسوخ پاتې کيږي.
ډوبنز وويل " هغه به دانتخاباتو وروستو يو بااثره شخصيت پاتې کيږي اؤ فکر نۀ کووم چې دا به خامخا يو بد څيز وي " اؤ زياته يې کړه چې نوى صدر به دهغه احترام کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG