لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغانستان اؤ پاکستان په گډه پوله ډرون حمله کې درې جنگيالي وژل شوي


سرچينې وائي چې په دغه حمله کې دخيبرايجنسۍ سره پيوست د ننگرهار په نازيان اولسوالۍ کې دتندلارو يوه وداني اؤ ځينې گاډي په نخښه کړل شوي دي.
سرچينې وائي چې په دغه حمله کې دخيبرايجنسۍ سره پيوست د ننگرهار په نازيان اولسوالۍ کې دتندلارو يوه وداني اؤ ځينې گاډي په نخښه کړل شوي دي.

سرچينې وايي د پاکستان د پولې سره لگيدلې دافغانستان د ننگرهار ولايت په نازيان اولسوالۍ کې دشورو په ورځ دشکمنې امريکائي بې پائيلټه جاسوسي الوتکې يا ډرون څخه ترسره شوې يوه حمله کې درې جنگيالي وژل شوي دي.

سرچينې وايي دپاکستان د پولې سره لگيدلې دافغانستان د ننگرهار ولايت په نازيان اولسوالۍ کې دشورو په ورځ دشکمنې امريکائي بې پائيلټه جاسوسي الوتکې يا ډرون څخه ترسره شوې يوه حمله کې درې جنگيالي وژل شوي دي.
خو بيا ځينې راپورونه وائي چې دغه حمله کې دوژل شوؤ کسانو شميره ١٠ ده.
سرچينې وائي چې په دغه حمله کې د نازيان اولسوالۍ په نښتر ناؤ اؤ چرچڼو کنډاؤ سيمو کې دتندلارو يوه وداني اؤ ځينې گاډي په نخښه کړل شوي دي.
دسرچينو وينا ده چې دډرون څخه دتندلارو په يوه ودانۍ اؤ گاډو درې ميزائيلونه داغل شوي دي چې له امله يې دتندلارو گڼ شمير گاډي تباه شوي دي.
تر دې دمه په دغه بريد کې د وژل شوؤ کسانو پيژندگلو نۀ ده شوې خو ځينې سرچينې وايي د ننگرهار په دغه سيمه کې طالبانو خپل مرکزونه لرل اؤ زياتره وخت به دغو مرکزونو ته غيرملکيان هم ورتلل.
له دې وړاندې دميډيا په ځينو راپورونو کې دعوه شوې وه چې د ډرون دغه بريد دپاکستان دخيبرايجنسۍ په خاوره کې ترسره شوى خو دخيبرايجنسۍ پولټيکل انتظاميې دغه دعوه مسترد کړې اؤ وايي خيبرايجنسۍ کې هيڅ بريد نۀ دى شوى.
د تيرې څه مودې راهسې دپاکستان په خاوره پرله پسې د تندلارو په ځالو د کيدونکو پرله پسې بريدونو لړۍ تم شوې ده اؤ په دغه هيواد کې حکومت اؤ طالبان يو بل سره په مذاکراتو بوخت دي خو دپاکستان د بهرنو چارو مشاور سرتاج عزيز وايي چې امريکا د ډرون بريدونو دغه لړۍ د کيدونکو مذاکراتو د پاره نۀ ده ودرؤلې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG